دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل :د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ د وېش په برخه کې...

کابل :د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ د وېش په برخه کې نوي بندیزونو لګولي

ویب ډیسک

د ت.البانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ د وېش په برخه کې د نویو بندیزونو په لړ کې وایي، هغو کسانو ته پاسپورټ نه ورکول کېږي چې پوروړي وي او د اړونده ادارې له لوري ممنوع الخروج اعلان شوی وي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي، هغه کسانو ته هم پاسپورټ نه ورکول کېږي چې د ت.البانو د حکومت په بایمومتریک سیستم کې ممنوع الخروج وي او ترڅنګ یې هغو کسان هم له پاسپورټ اخیستو بې برخې اعلان کړي چې د محکمې له لوري په جزایي او سوداګریزو قضیو کې محکوم بلل شوي وي.

پر دې سربېره د ت.البانو حکومت وایي، هغه ماشومانو ته هم پاسپورټ نه ورکوي چې والدین یا قانوني وکیل یې نه وي.

دا محدودیتونه په داسې حال کې وضع کېږي چې د پاسپورټ اخیستو پر پروسې له وړاندې هم نیوکې موجودې وې او ځينې خلک شکایت کوي چې پاسپورټونه تور بازار کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه