دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدوحا کې امریکا او ا،ا،ا په مهمو موضوعاتو خبرې کړې

دوحا کې امریکا او ا،ا،ا په مهمو موضوعاتو خبرې کړې

ويب ډیسک

دوحه کې د ت.الب چارواکو او د امريکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ دوه ورځنیو خبرو اترو کې د مخدره موادو سره مبارزې او بشري حقونو سربېره پر ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

د ت.البانو د بهرنیو چارو وزارت وایي د امیرخان متقي په مشرۍ ت.الب پلاوي چې د افغانستان بانک او مالیې وزارت استازي هم په کې ؤ، د قطر پلازمینه دوحه کې توماس ویست او نورو امریکایي استازو سره “د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، په دغه لاره کي د عملي قدمونو اخيستلو، تورو ليستونو او بندیزونو لرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو آزادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو” خبرې وکړې.

په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ت.البانو د خبرو اترو په لړ کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د باور جوړونې لپاره دې تور ليستونه او پر ت.الب مشرانو د جایزو لیستونه له منځه یوړل شي او د افغانستان بانک زېرمې دې آزادي شي څو افغانان له بهرنیو مرستو پرته په خپلو پښو ودرېږي.

ت.البان وایي همدارنګه یې پر بشري مرستو، افغانستان ته د وګړو پر ازاد تګ راتګ او نړۍ په هره برخه کې افغانانو ته د قونسلي خدمتونو په اړه هم بحثونه کړي دي.

#Qatar #US #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه