ويب ډیسک
د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله له ت.البانو سره خبرو ته ناسته ده.
هغې ویلي، چې د افغانانو د غوښتنو په اساس د بشري چارو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د افراطي بندیزونو په اړه له ت.البانو سره تعامل لپاره خبرو ته ناسته ده.
اغلې امیري وایي، د پرانیستې غونډې له پیل وروسته یې په وار وار افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت سمون پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړې همداراز ویلي، چې له ت.البانو یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لرېکول، تعلیم او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خلاصون، د جسمي مجازاتو ختمول، رسنیو او بیان آزادیو پر وړاندې د فشار ختمولو غوښتنې یې هم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ګن شمېر افغانانو ت.الب استازو سره د امریکا د ځانګړو استازو ناسته له ترهګرو سره تعامل بللی دی.
#Afghanistan#USA


