ويب ډیسک
د کوېټې نوی کلي په شاه عالم کلي سیمه کې د پولیو واکسین کوونکو پر یوه ټیم ډزې شوي چې له امله یې دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي.
د پولیسو اداره وايي، بریدګر له سیمې تښتېدلي او په سیمه کې د پولیو واکسینو کمپاین هم بند شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې د پولیو واکسین کمپاین کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې یا فرد نه دی منلی.
د یاودنې وړ ده چې له دې وړاندې هم د مې میاشت په ۲۰مه نېټه مستونګ سیمه کې د پولیو پر کارکوونکو برید شوی ؤ چې یو پولیس په کې وژل شوی ؤ.


