ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، ښځې او نجونې په هر ځای کې د عزت او درناوي وړ دي.
هغه ویلي، موږ به له مبارزې لاس وانخلو ترڅو ډاډه شو چې هر ځای کې د ښځو او نجونو اساسي بشري حقونه ته درناوی کېږي.
ګوتریش پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، یو ځل بیا یې د ښځو او نارینهؤ د حقونو په رعایت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د ت.البانو له واکمنۍ وروسته پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول شوي او له تعلیم، تحصیل، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو بې برخې شوي.


