ويب ډیسک
د هرات ولايت د ت.البانو امر بالمعروف ریاست تېره ورځ د موسيقۍ ځينو وسايلو ته اور ورته کړ، هغه کړنه چې د ګڼو افغانانو بېلابېل غبرګونونه يې پارولي دي.
د افغانستان نوموتي ځوان سندرغاړي میرخان مقري د ت.البانو دې کړې ته په غبرګون کې ويلي، “څومره يې چې سوځوئ، هغومره ډېرې سندرې به ثبتوم او له ننه مې وعده ده چې د مياشتې يوه سندره به حتماً راباسم”.
په ورته وخت کې د افغانستان د جمهوري نظام پخواني چارواکي هارون حکيمي بيا د دې پېښې په غبرګون کې ويلي، “دا وچې دښتې آبادول غواړي، خلک یې وږي دي، ډوډۍ ته اړتیا لري، پر اولاد ناروغې میندې یې ښځینه ډاکټرانې غواړي او نجوني یې غواړي زدهکړې وکړي”.
ښاغلي حکيمي زیاته کړې، “ځوانان غواړي د پردیو وطنونو د مزدورۍ پرځای خپل وطن کې د کار زمینې ورته برابري شي، خو د اهریمن لښکر یې د موسیقۍ آلو سوځولو ته لومړیتوب ورکوي”.
افغانستان کې د ت.البانو په بيا واکمنېدو سره د افغانانو د ژوند پر بېلابېلو برخو بنديزونه او محدوديتونه ولګېدل او په دې سره د بېلابېلو برخو ډېری افغان کدرونه د هېواد پرېښودو ته اړ شول.
#Afghanistan


