ليک:ډاکټر برکت شاه کاکړ،
پښتو څانګه
کوټه پوهنتون
دتاريخي عمل دا حقيقت رابر څېره کوي چي دبېلا بيلو داخلي او بهرني لاملونو په سوب پښتانه د تاريخ تر ډېره پيره پوري ودې ته نه دي توانېدلي چي دقلم اوکتاب دي دخپل ژوند دود برخه کي يا بيا دي کتابونه چي ليکل شوی هم دي خوندي کړي اوراتلونکي نسلونو ته دې وسپاري.
بيا هم د ستر خوشحال بابا او دهغه د کورني تر علمي او ادبي پېرزوينو پوري چيري چي د پښتو ژبي شعري صنفونه بې مالګي معلوميږي هلته د ټولنيز ، سياسي او ادبي تاريخ په مېدان کي هم زموږ باړتر هغه وخته نه ماتيږي تر سو چي افضل خان خټک تاريخ مرصه نوي ليکلې.
که دژوند ليکونو(Autobiography)وروايت ته زير شو نو هم خبره ډېره اوسنی ښکاري. هسي خو د ختيځ پوهانو داسي ياداښتونه لکه دالفنسټن، ونسټن چرچل ، مېجر راورټی، او نورو ليکني شته خو د په پښتنو ليکوالانو کي موږ ته ډېر کم خلګ په نظر راځي چي دخپلو سترګو ليدلی،کتلی حال او ژوند پېښو په حقله دې خپلي خاطرې وړاندي کړي وي. البت دلته موږ ته د امير عبدالرحمان خود نويشت يا ژوند ليک ”تاج التواريخ“ په لاس راځي چی د بده مرغه په فارسي ژبه ليکل شوی دی او ډېر ورسته پښتو ته ژباړل شوي دی.
لنډه داچي د ژوندليک د ليکني په حقله د پښتو ادبياتو او تاريخ روايت شنډ پاتيږي. موږ ته د شلمي پېړی پوري انتظار کول دی اوس دلته هم د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي ژوند ليک چي پېل يې دهم دغه ژوند ليک ”زما ژوند او ژوندون“له رويه د کال ۱۹۵۹ دجولايی د مياشتي د ۲ نيټي څخه کيږي، په بشپړه توګه يو داسي اثر دی چي دنړي ايزي سويې د ژوندليکونو پر معيار پوره خيزي.
درې ټوکي لرونکی دغه ژوند ليک ګړدي ۱۳۵۳ مخونه لري چي د نوموړي خان شهيد پوه پوهاندعبدالغنی غنوصاحب په ذيار ترتيب شوی اود پښتونخوا دبي څانګي لخوا په کال ۲۰۰۴ء کي خپور شوی دی. يوه ځانګړنه يې دا هم ده چي دغه اثر خان شهيد په ځانګړی ليک دود (املا) کي ليکل شوی دی چی د ژب پوهني په ډګر کي يوی ځانګړی اپروچ هم دی او ژبني مباحثو له مخي د فکر يو داسي مکتب School of Thought هم چي اډانه يې دژبي پر لرغونتوب او سوچه توب ده.
هسي خو ددغه بېش بها علمي او تاريخي وسيلې څخه ډېر سه را ايستل کېدای سي ، خوپه دې مقاله کي زما هڅه دا ده چي په اوله بر خه کي د خان شهيد د شخصيت او کردار کړه وړه د ژوند ليک په هنداره کي وسنجوم او په دوهمه بر خه کي ددې اثر علمي، ادبي او تاريخي ارزښت باندي يې عمومي نظر لتا سو سره شريک کړم.
زما ژوند او ژوندون دمتن او موضوعاتو څېړنه:
که دنړی دعلمي او تحقيقي پېمانو په تله د خان شهيد بابا دژوند ليک څېړنه او شننه وسي نو دا داسلوب Diction ، موضوعاتو او سوچه توب Originality له لحاظه دا اثر تر ډېره حده بشپړه ښکاري. په ليک کي يې چي کومه رواني له اولو مخونو پيليږي تر پايه شتون لري.
د هر لوی اتل په جوړښت کي مخصوصه تاريخي واقعات ، استبدادي حقيقتونه او جبری نظامونه اساي رول لوبوي. د خان شهيدد شخصيت په ارتقا او جوړښت کي کوم لامل او سوبونه په باقاعده توګه متحرک پاتي شوي دي؟ په دې ژوند ليک کې ډېر تفصېل سره راوړل شودي. که د اړوکوالي څخه بيا تر هلکوالي او ځوانۍ پوري د خان شهيد د ژوند پېښو جاج واخيستل شي نو په دغه ټوله لړۍ کی دهغه د کورني تربيت، د چاپېريال تاريخي او استبدادي کړاوونه او په دې ټول جبري حالاتو کي دهغوی د مشرانو تاريخي کردار يو ډېر مهمه ځای لري.
زما په نزد د خان شهيد تاريخي او تنقيدي شعورنخښي دهغه په اوړوکوالي کی لا په نظر راځي. په ډېر اوړکوالي چي کله هغه د خپلي مشري خورد مر غړيو د اپريشن لپاره د مور او پلار سره د کوټي و مشن هسپتال ته راځي او درې مياشتي دلته تېروي.
د انګريزو نرسانو او خذمت کوونکو څخه چي نور پښتانه يا ځايي بلو څان کرکه کوي او ورڅخه بېرېږي هلته خان شهيدددغو ټولنيزو کرکه کږونو پرته ددې په ډېر ژور نظر مشاهده کوي. د لومړی ټوک پر ۸۹ مخ داواقعه په دا ډول بيان شوې ده.
”په درمانتون کي نور هم پښتانه واړه وو چي چي ذياتره به ددغو انګريزانو ښځو څخه بېرېدل، نژدې به نه ورتله، مور او پلار او نورو پښتنو به هم بېرولدوی واړه غلا کوي او بيا يې کريشتنان کويږ خو زما دهغهې بوډۍ سره ډېرزړه لګېده. او د هغې د ملګرو سره همو هر چيري چي به دوی وې، که به يې ناجوړان کتل، که بې درمان کاو يا څېرل (آپرېشن) که بې لمونځ کاوه که بې ناجوړانو ته خپل دين بر ې پېژانده (پروپېګنډه) کوله. زه به نزدې ولاوړ ومو ورورو د پوډۍ راته پام سو. ګوره چي څنګه ګوندي زما ددې هيڅ بې هيڅه نيزديکت له مخي د هغې هم راسره مينه پېدا سوله او زړه يې راسره ولګېده“. زما ژوند او ژندون ، مخ ۸۹
دغه ډول دسپين سري ميس سټوورټ سره دانساني ميني او خلوص داسي تړون جوړ کړي چي تر پايه وجود ولري.هغه لا دلسو کلو نه وو چي د ميس سټورت کورته ورسره والاړ، د هغوی ژوند وزواک . خوراک او څيښاک يې له نزدو وليدبيا په دې سود ورسېدی چي انګريزان هم دغه ډول انسانان دي لکه پښتانه. دخپل مور او پلار سره چي هغه د خپلي تجربې ذکر په کومه دلايلو کوی د هغه څخه داحقيقت جوتيږي چي د خان شهيد تنقيدي شعورپه اوړوکوالي لا ډېر ژور وو.
دژوند ليک څخه دا حقيقت هم رابرڅېره کيږي چي د خان شهيد په کردار کي يو لوی مشر او دسامراج په ضد ولاړ قايد څه ډول غزوني کوي. څه وخت چي انګريز سامراج د فارورډ پاليسۍ په ترڅ کي د پښتنو عنعنوي او روايتی جرګه Corruptکړل شوه او دخپلي خوښي خلګو به دعدل لپاره دسرکار په لمسون جرګې کولې هغه وخت خان شهيد ايله د ځوانۍ په ډګر کي پل ايښی وو. واقعه داسي راوړل شوې ده چي د پښين او چمن مجسټريټانو به په مياشت کي يو ځل ګډه جرګه په ګلستان کي کوله، او دغه جرګه بازان به څلور پنځه ورځي دالته پنډ وو. خان شهيد ليکي،
”زموږ خلګو به سهار او ماښام ډيري درنې ډوډی او مېلمستياوي ورکولې،ديوه وخت په ډوډی به يې په سونو سونو روپۍ خرڅېدلې او کړاو به لا بل وو.
چی زه لږ غت سوم نو مي دې خبري ته پام سو چی زه يا زموږ مشران هم چی کله کوټي و پښين يا چمن له پېښ سو نو دغه جيرګه بازان او واک والان موږ ته کله يو وخت هم مېلمستيا نه راکوي، نو موږ يې ولي ورکو.دا خو دوی ښه ځواني يا مېلمستيا نه ګڼي خوشامنده او موکې (رشوت)يې ګڼي. کنې پښتني مېلمستيا خو داوي چی ته پېښ سوې زه به ډوډی درکوم که زه پېښ سوم ته بې کوې.
ورو ورو مي په کورنۍ کي د مشرانو او کشرانو سره داخبره پېل کړله او ژر مي ټول دځان ملګري کړل چی دادود به پرېږدو او داځل به واک والانو او جرګه بازانو له مېلمستيا وی نه کوو.
چی د جرګې ورځ راغله واک والان او جرګه بازان د پخوا په شان راغله خو دوی په دې نوي جوړه خبر نه وو او ځان لې څه بندوبست هم نه وو کړی . بيا وروسته دهغه ځای واک والانو راته ويل چی تر ماځيګره يې هيڅ بندوبست نه وکۍ او تپوس بې کاوه چي چا مو ډوډۍ نه ده کړې؟ چي بې هيلی سوا او ځايي واک والانو خبر کړل چي داځل ډوډۍ ګانی نسته نو يې څلور مږونه رانيول شپه يې تيره کړله اوسهار وختی واپس ولاړل. هغه ورځ او نن ورځ بيا په ګلستان کی دغه جرګه نه ده سوې. چي ددې نه ښکاری چی دوی جرګې له نه راتله ډوډيو او مېلو له راتله“. ) حوالۀ: زما ژوند او ژندون ، مخ ۹۴ـ۹۵ (
د پورته واقعې څېړنه داخبره جوتوي چي په هلکوالي کي خان شهيد و دې نکتې ته پام وراوړی چي نوی سامرج د جرګې په جامه کي چي دپښتنی ژونددود يو ډېر مهمه قدرمېلمستيااستعمالوي او د سپېڅلو پښتنو جذباتي او احساساتی استحصال کوي. هغه چي څه وخت په دې حقله سوال راپورته کوي، بيا دنورو خلګو سره پر دې ورثه (ډايلاګ) کوي او هغوی ودې ته فهموي چي دغه عمل پرېږدی، داپردې خبره دلالت کوي چي په هلکوالي لاهم په هغه کی دمشرتابه نخښي موجوده وې.
که د خان شهيد د هلکوالي وژوند پيښو ته ځير شو نو داخبره به هم وڅپړل شي چي هغه دخپل سياسي يون پېل د ټولني د ناوړه دودونو، رواجونو او عقيدو په ضدکړی دی.
خان شهيد د جعلي پيرانو، تعويزګرو، کوډګرو اود بزرګی په جامه کي پټو اېجنټانو دمخه پرده ليري کولو په لړ کي پېوسته مبارزه کړې ده. په خپل ژوند ليک کي هغه د جعلي پيرانو دغولو لو ډيري کيسې راخيستي دي چي د پيرانانو ازمودهه ۲۵۳مخ، د پيرانانو او دهغوی د اېجنټانو دروغونه مخ ۲۷۳، دپښتنو سادګي مخ ۳۳۱، تر عنوان لاندی بيان شو ي دي. ددغو کيسو څخه دااټکلول آسانه شي چي دشلمي صدۍ په اولنيو او منځ کي د پښتنو ټولنيز او سياسي شعور څومري کم وو. ديوه ريفارمر يا ټولنيز اصلاح کونکی په هېڅ خان شهيدد کلتور يا ژواک په اندرون کي موجود هغه ناانصافيانو او ناخوښه کارونو به ضد هم خپله مبارزه کړې ده چي د پښتنو د تهذيبي ارتقا په لار کي خنډونه دي.
د قام خوښونکيو او پروګريسيو سياسي ګوندونو يا مشرانو په حقله بعضي وخت دا خبره کيږي چی هغوی د فرسوده رواياتو له مخي پر صنفي. نسلۍ او ژبني توپيرونو کي راشکېل پاتي شي. خو ددغه ژوند ليک په اساس موږ دا ويلي شو چي دانساني آذادی، وقار او دروندواله په حقله هغه يواځي دنرګاړو نماينده نه دي. زما په نزد اوس هم ډېر لوستي او متر قي پښتانه به وي چي د خپلي مور، مېرمني يا خور نوم اخيستل به ورته د شرم وړ او ناوړه کار وبرېښي.
خو د خان شهيد ددغه ژوند ليک تړون دخپلي پښتنې مېرمني په نوم کړی دی او د دغه پاړکي په اول فصل کي چی چيري دخپل پلار نوم بيانوي هلته ورسره د خپلي ارواښادي مور نوم هم يادوی. له دې وروسته چی ديوه پلار، مېړه او ورور په هېڅ هغه څومري جمهوري اودزغم رويه لري هغه دده لوړکرداراو سړي تابه ژوندی مثالونه دي. کاظم خان شېدا شاهد د داسی پښتانه لپاره ويلي ووچي..
په خانه کی تواضع لکه کمان کړه خون ريزي کوه که مر د يې په مېدان کی.
خان شهيددخپل پلار ډيري خوبياني ياتي کړي دي. خو دوې داسي اخلاقي خوبياني يې هغه بيانوي چي دهغه وخت په ذياتره شته منو پښتنو کي نه وې. هغه ليکي؛
”کله چي امير عبدالرحمان خان هزارګان ووهل او دهغه وخت مولايان د هغو مريان کول روا کړل او د هزاره ګانو نر اوښځي به د چوپړ اوسورتی کولو لپاره په ډېره لږه بيه خر څېدل او به ټول کندهار او پښين کی کم داسي وس وال سړي اوکور پاتي وو چي دادخدای بنده ګان يې نه وی رانيولي او نه یې وي مريان کړی. خو زما پلار لکه چی يواځي سړی وو چی دا کار يې نه دی کړی نه يې روا يا ښه باله“. ( لومړی ټوک زما ژوند او ژوندون مخ ۱۰۱)
دويمه اخلاقي سپېڅلتيا چي خان شهيد بابا ښودلې ده هغه د خپل پلار دنارينه اولد لپاره دويم واده نه کول وو، چی دواده تر دوولسو کالو پوري د نارينه اولاده محرومه وو. دغه دواړي خبري که موږ وڅېړو دا دخپل وخت د اخلاقي معياراتو څخه ډيري اوچتي دي. کوم اخلاقي شرافت چي خان شهيدپه خپل پلار کي ليدلی يا اورېدلی وو، هم هغه يې په راتلونکي کي دخپل ټولنيز او سياسي مبارزې بر خه وګرځاه. داخبره د فکر وړده چي دنسلي او مذهبي توپيراتوپه سوب چي په نړی کي څومري انسانان وژل شوي دي دهغه ساری نسته. پر ښېګنړه او انسانيت د هغه يقين دومري پوخ کړی وو چي هغه به هري هغي پروپېګنډې تصديق په خپلو کولو چي دانسانانو د تقسيم احساس به ورڅخه کېدی.
په دې ټوله ژوند ليک د لوستلو په دوران کي هر لوستونکی به ودې حقيقت ته اريان سي چي په خان شهيد کي دزده کړي ولوله او د زده کړي لپاره دهغه لېوالتيا او کمټمنټ دژوند تر اخيرنی سانيو پوري ځوان پاتي شو.
حقه دا ده چي په يوه روايتي پښتني ټولنه کي چي د وګړو د فکر او احساس مراندي په تقدير پرستی کي ښخي وي هلته د فطرت ، انساني رويو، مذهبي تعليماتو او اخلاقياتو خبره کول د عام کس د وس خبره نه وي. ځکه نو لا دکوشني والي د وګړو د زده کړي تلوسې وروه وژني او داسي پوښتنه چي ورڅخه و ټولنيز ساختمان ته خطر وي نه دکوشنيانو ته دپوښتلو حق وي او نه لويان دا جراَت کولی شي.
بل داچي د خان شهيد په ژوند او مبارزې کي چي د زده کړي لپاره څومري ليوالتيا موږ ته به نظر راځي هغه دده برياليتوب يوه ښکاره نخښه ده. په لومړي ټوک کي دديارلسو کلو په عمر کي په څلورم جماعت کی کښېناستل اوتازي او اردو زده کولو ډېر په زړه پوری کيسې راخيستل شوی دی.
په دويم ټوک کي بيا موږ وينو چی په جېل کي د درس نظامي، احاديثو بشپړه شپږ کتابونه (صحاح سته) ، تفاسير او دانګريزي او اردو ادبياتو په حقله يې ډېر کتابونه په دوه نيم کاله کي ولوستل. د هغه وروسته چي کله ورباندي دانګريز سرکار بنديزونه ولګول نو خان شهيد پر مځکه ليک کولو او دانګريزي د زده کړي هلي ځلو ته يې دوام ورکړی وو. د حوالې لپاره په دريم ټوک کي ”دخدای د کتاب او دين زده کړه“مخ۱۱۸ او د”انګريزي زده کول“ مخ ۱۲۲ د کتلو دی. له دې وروسته په دويم ټوک کی د مولانا ابولکلام آذاد د شاګردی په حقله چي کوم بيان کړی دی هغه د خان شهيد د زدهکړی دعمل سره بې کچه کمټمنټ څرګندوی. هغه ليکي؛
”په ډيلي کی می يوه ورځ مولانا آذاد ته وويل چي د خدای د کتاب (قرآن شريف) په حقله دتپوسونه لپاره څه اوزګار وخت راکه. ،وې! سبا سهار هر څومر وختی چی رارسېدی سې راسه. دوی په درياېې ګنج کی اوسېده او زه په سبزی منډۍ کي. سهار له درې بجې پاسېدم، هغه وخت ټانګې، تړام يا بله سواري هم نه وه. نزدط څلور يا پنځه ميله پر پښو ولاړم ، پر څلور نيمي بجې ورورسېدم. هغوی تيار ناست ووو شنط چای يې لا نه وې راغلي. تر اته نيمو بجو چی نور خلګ راتله ښه سره وږغېدو.“ (زما ژوند او ژوندون دويم ټوک مخ ۴۸۷)
زما په نزد تر ټولو مهمه خبره هم داده چي په دې اثر کي ، هيڅ يو ځای داسي نه محسوسيږي چي د خان شهيد په ادرش يا آيډيلزم کي دي د غنم ددانې برابر هم کمبوت راغلی وي. هغه د نورو قامونو او دهغوی د مشرانو حالات بيان کړی دي خو هيچيري و لوستونکي ته د هغوی د نقل کولو يا د هغوی په مقابل کي دخپل قام د کم تره سنجولو احساس نه ورکوي.
هغه چی څه وخت د عيسايي مذهب هغه پادريان ويني چی د خپل دين د خپروني لپاره د اولس خذمت کوي نو پر خپل ملا خښم هتمن ورځي، خو هغه د ملا څخه د خپل چاپېر يال مطابق د عمل کولو او خذمت کولو هيله لري .
د دغه ژوند دود د لوست څخه ما دا احساس کړي دی چي د خپل ملت او قام د عظمت، وقار او آذادۍ لپاره چي خان شهيد څومري خوارۍ ، زاره ترکۍ او حيرانۍ ګاللي دي دهغه په حقله په دې ټول ژوند يون او ژوند ليک کي هيڅ يو ځای ګيله يا مايوسي په مخه نه راځي. د انګريز سامراج په دور کي چي هر وار هغه جېل ته تللی دی نو دجرګې د پرېکړو په په ترڅ کی استول شوی دی.
په جرګو کي هم ددغه وطن او خاوري خلګ به ناست وو. خو هغه دا ټوله کړاونه په ډېر ورين تندي ګاللي دي. د ستر خوشحال بابا غوندي د غريوه ډکه داسی ګيله هيڅ ځای نه ده کړي. چي
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده په اوور وسوزہ دا توري قلمونه
د خان شهيد دکرداري صفاتو او اخلاقي خوبيانو په حقله ډيري خبری لا نوري هم سته . خو د وخت د کمبوت له کبله مودمقالې اوله برخه هم دلته پايي ته رسوم.
علمي او تحقيقی اړخونه:
په علمي مباحثو کي ژوند ليک بېلا بېل تاريخي، ادبي، سياسي، ټولنيز، کلتوري، ژبني او تهذيبي ارزښتونه لري. عن د معياري تحقيق په ډګرکي ژوند ليکونه، ډايرياني او ياداښتونه ډېر مهم رول لوبولی دی. په منځنۍ دوره يا چي انګريزان ورته د انګلسي تاريخ تروږمۍ Dark Ages هم وايي او نهه نيم سوه کلونو اوږده لري کي انګريزي ژبي ، ادب او ټولني تاريخ يواځيني وسيلې هم دغه ژوند ليکونه دي.
د مقالې دويمه برخه د خان شيهد بابا دژوند ليک هغه عومي علمي او تحقيقی موضوعاتو په ګوته کو ل دي چي زما په اند د يوه ليکوال او محقق لپاره د قدر وړ دي.رشتيا خبره داده چي دخپلي پي ايچ ډی د مقالې ليکلو لپاره د بښتونولۍ د لرغونی کلتور په حقله ډېر کتابونه رانيول . په دې حقله اوس هم دبده مرغه ذياتره کتابونه او غالبه راېې د هغو ختيځ پوهانو ده چي پښتانه يې د توپک تر نلی ليدلو وو.
له دې وروسته چي کوم پښتنو ليکوالانو په دې ډګر کي د خپل فکر نيليان رازغلولي دي هغه هم د پښتونولۍ د لرغوني نظام ته په يو فکس تناظر کی ګوري. هر ځای خبره د بدرګې بېل شي نو پر بدل يا تيږه ودرېږي. ماته اخر د خان شهيد دغه ژودند ليک را ياد سو او کله چي ما دخان شهيد په عملي مبارزې کی د بښتونولۍ دود ونه او دهغوی اضافي استعمال ته پام واوښت او بيا می د اولسي جرګو اوسرکاری جرګو او له دې سره د فارورډ پاليسۍ په ترڅ کي د کلتور بدلو ن ولوست نو راته څرکنده شوه چی د دغه خود نويشت په حقله بشپړه خبره کول پکار ده چي نن يې لتا سو سره کوم.
په دې دريو واړو ټوکونو کي د پښتون وطن خصوصاًً دشلمي صدۍ د تاريخي عمل ډېر مستنده تاريخ نغښتی دی. دليکوال دداسی تاريخي کردارونو سره ناستي ولاړی سوي دی چي ددې سيمي د سياسي او ټولنيز برخليک (تقدير )په بدلولو کي يې بنيادی کردار پاتي سوی دی.
دپښتني ټاټوبي لرغونی کلتور او ژواک هم ددغه اثر څخه په بشپړه توګه جوتيږي. د کليوال ژوند کړه وړه، د خلګو په منځ کي ديو پر بل د انحصار لاملونه، د کاريز داوبه خور لرغوني حسابونه،جرګې او مرکې،شخړي اودسزاګاني ،ځايي لوبي ، داختر مېلې، ټنګ ټکورو، د واده رسمونه، ولور،تېښته ، لنډه دا چی د کليوال کلچر ډېر مهمه اړخونه يې په داسي پېرايه کي بيان کړي دي چي د لوستلو په دوران کي لوستونکی داسي احساسوي لکه هغه چي يو ناول وايي. دلته د پام وړ خبره بيا داده چی خا ن شهيد هيڅ ځاي داسي معلومات نه دي بيان کړي چي ګمان پرې وشی چی دا ديوه ټولنپوه يا بشر پوه پلټنه ده چي هم دغه نيت سره يې دپښتنو ټولنه مطالع کړې ده. دلته هره موضوع د خان شهيد د ژوند او مبارزې سره نېغ په نېغه علا قه لري. د مثال په توګه هغه د واده د رسمونو د پښتنی ټولني د رواياتو خبره کوي نو سم دستي د ولور پر دود خپل نظر هم وړاندي کوي او ولور يا روايت بې ځايه نه ستايي.
د واده څخه اول د هلک او انجلۍ رايې پوښتل لازمي ګڼي او څه وخت چي پخپله واده کوي نو بيا په اخلاقي ضابطې او روايت کی دننه د خپلي خوښی اظهارهم کوي، او بيا د ولور د پېسو په خرڅلاو کي هم دخپلي خسر ګنۍ سره په تماس کي پاتيږي.
ددغه ژزوندليک يو بل مهمه اړخ د ژبپوهني په ډګر کی و نوی محقيقينو ته د لټون او څېړني دعوت ورکوي. که په ځير وکتل شی نو د خان شهيد بابا په دې اثر کي دپخواني او لرغونيو تورو سره سره نوي توری هم کارول سوي دي. دغير پښتو تورو لپاره له روايته څخه لرغوني يا په کلتوري ساحه کي کارول شوي توري راوړل شوي دي. لکه د معجزې لپاره ” نادربه“، د ډکشنرۍ لپاره ”زب توڼی“، دجايداد لپاره ”تول“ ا دغه سي نور ډېر توري ما له ځانه سره ليکلي دي چي دژبنيو مباحثو په چوکاټ کي ورباندي خبره کول ډېر مهمه دی. له دې پرته دلته داسي لرغوني او ځايي ټکي کارول شوي دي چي د ژب پوهني په ډګر کي خصوصاً د ژبي د جوړښت Morphology ،د نحوي Syntax او ګرايمرله لحاظه ډير مهمه ځاي لري.
له دې پرته دغه ژوند ليک پر خپل ځای يوه اتهناګرافک اپروچ هم لري. چون انداز بيانيه دی او پرڅه خاص ثانوي وسيلې Secondary Source باندي ذياته تکيه نه ده شوې او نه پکښي انټر ويوز يا مرکې شوی دي ځکه د علم او تحقيق د نوي اصولونو او معيارونو په رڼا کي د معلوماتو، مشاهداتو او خپلو ژوند پېښو استناد نسبتاً ذيات وي. ځکه نو هم دغه ژوند ليک چی يوه خوا ته سياسي او ټولنيز اړخونه څېړي نو وبلي خواته بشپړه کلتوري عمل او دهغه جوړښت او رغښت Structure هم په نظر کي نيسي.
که دخان شهيد دژوند ليک مقايسه دخپل هغه ددور د سياسي مشرانو او منورينو سره وشي چي خپل قامونه يې را ژوندي کړي دی نو دا به علمي توګه هم ډېر ارزښت ولري او د خان شهيد پېژندنه کي به دنويو موضوعاتو او ادراکاتو اضافه وسي.
اوس لکه ده د ګاندهي جي د ژوند ليک سره موږ د خان شهيد د ژوند ليک مقايسه او کړو نو داخبره به سپينه شي چي د ګاندهي جي دسياسي تاريخ سره سره د برهم چاريه (Nonviolence)او ستيه ګره پر اخلاقی او مذهبي فلسفې ذيات ږغېدلی دی او دليک انداز يې ذياتره ناصحانه او ذاهدانه دی. د خان شهيد په يون ليک کي تر ټولو مهمه اړخ ددې سيمي د سياسي تاريخ، ټولنيز ژواک، اقداری نظام او د خپل وطن دمستعمره کېدواو ژبي لمنځه تلو شا وخوا راچورلي.
دګاندهي جي سياسي شعور هغه وخت راويښېږي کله چي هغه په افريقا کي دبېرسټر په هېڅ د سيټ عبدالله سره کار کوي خو دټرين د فرسټ کلاس ټکټ درلودلو باوجود ديوه تورپوستي يا انډين په هېڅ په فرسټ کلاس کي سفر نشي کولي او د تکراره وروسته ګاندهي جي دخپل سوټ کيسه سره تر ټرين لاندي راغورځول کيږي.
خو د خان شهيد سياسي شعور په هغه ورځ ليا هم کارکوي څه وخت چی هغه په کوشنيوالي د ميس سټوورټ په بېل او ناولده کلتور کي انساني رويې اورشتې لټوي او د هلکوالي په ذمانه کی د جرګه مارانو دټولۍ په ضدخپل مشران منظمه کړي او دمېلمستيا او دجرګې د لرغوني قدرونو د تقدس لپاره عملي کار وکړي.
پايله:
له دې پرته د خان شهيد د شخصيت په حقله نوري هم ډېري نادره ، په زړه پوري او له پوهي او ادراکه ډکي خاطرې او خبري په دې خود نويشت کي شتون لري. زما په نزد هغه ټوله ملګري ځوانان، پېغلي يا مشران چي خپل ځانونه د خان شهيدد آذادی او خپلواکۍ د کاروان مل ګڼي د هغو لپاره دغه درېواړه ټوکه لوستل ډېر ذيات مهمه دي.
ولې چي په کوم چاپېر چل کي موږ اوسو او دکومو خارجي جبرونو و کلتوری يرغلونو او دتوپک سالارۍ د کلتور سره مخا مخ يو د هغه په نتيجه کي ټولنه د پېوسته اخلاقي او اقداري زوال سره مخا مخ ده. د خان شهيد په کردار کي هغه توان او پوهه موږ مېندلی سو چي دنړيوال کلي او نوي تهذيب په نفسياتو او نبض ځان وپوهوو.
زما په نزد ددې اثر په نورو ژبو کي ژباړه ډېره مهمه ده. ولي چي د بده مرغه ډېر پښتانه لا اوس هم پښتو نشي ويلای او بل داچي د ارود او انګريزي ژباړي سره ددې ژوند ليک شمار به دهند او دنړۍ دټولو ځپلو قامونو لپار ه د پښتو ژبي او پښتنی خاوري لخوا يو علمی سوغات وي. زه په دې ډېر پوخ يقين لرم لکه څه ډول چي د فرانز فېنن، چي ګوېرا، مارټن لوتهر کنګ، نېلسن منډېلا، هوچی من، ګاندهي جي او ليو ټالسټايي علمي کارونه او خود نويشتونه دټولي مستعمره او ځپلو قامونو ګډه شته مني هم دغه ډول د خان شهيدبابا او ستر باچا خان بابا خودنويشتونه او دمبارزې حال دنړی دټولو قامونو ګډ ميراث دی.


