ويب ډیسک
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسف اټکل کوي، چې سږ کال نږدې ۶۴ سلنه افغان کورنۍ ښايي خپل د ژوند ورځنیو اړتیاو پوره کولو وس نه لري.
یاد سازمان په یوه راپور کې وایي، چې افغانستان لا هم د وچکالۍ، ناامنۍ، سېلابونو، سختې یخنۍ، سیاسي او اقتصادي بېٍثباتۍ او بې ځایه کېدو له جدي خطرونو سره مخ دی او ۲۹.۲ میلیونه افغانان به روان میلادي کال کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري.
د یونسف په وینا، افغانې ښځې او نجونې له سیستماتیک حقوقي بحران سره مخ دي او له کار او زدهکړو د هغوی منع کول به پر راتلونکو نسلونو څرګندې اغېزې ولري.
راپور همدارنګه زیاتوي افغانستان په هغو هېوادونو کې ۵ نومره دی، چې د اقلیمي بدلون له نړیوال ګواښ سره مخ دی او له نړیوال اوسطه په کې تودوښه لوړه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه څرګندوي افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ورسره کافي بودیجه نه شته او ډېرو برخو کې خپلو فعالیتونو محدودولو ته اړ شوي دي.
#UN #Afghanistan


