ويب ډیسک
افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بېنېټ یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د زدکړو برخې فعال او د قلملار ټولنې بنسټګر مطیعالله ویسا “سملاسي او له قید او شرط پرته” ازاد کړي.
ښاغلي بېنېټ د مطیعالله ویسا نیونه “خپلسرې او غیرعادلانه” بللې ده. د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر پر خپل ټویټر لیکلي، ۱۲۵ ورځې کېږي چې ښاغلی ویسا له کوم تور پرته بند کې ساتل شوی دی.
مطیعالله ویسا له تېرې یوې لسیزې زیاته موده د ګڼ شمېر نورو رضاکارو په ملتیا د افغانستان لروبر د زدکړو لپاره کمپاین کاوه. طالبانو هغه د روان کال مارچ میاشت کې ونیو او وروسته یې وویل چې نوموړي “خپلسري فعالیتونه” او “د نظام ضد پارونې” کولې.
د یادونې ده چې قلم لار ټولنې او رضاکارانو یې نږدې دوه اوونۍ وړاندې یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو حکومت په زندان کې د ښاغلي ویسا د وضعیت او برخلیک په اړه ‘ډېر اندېښمن’ دي.


