ويب ډیسک
د ت.البانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي او افغانستان د سیمې په امنیت کې نقش ولوبوي.
هغه چې نن د یوه پلاوي په مشر د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو، زیاتوي چې له امریکایي استازو سربېره به قطري چارواکو او د نورو هېوادونو له استازو سره هم وویني.
د ت.البانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې ت.الب پلاوی امریکایي استازو سره “د بنديزونو او تور ليستونو ختمولو، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادولو او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض” بحثونه ولري.
ټاکل شوې ت.الب چارواکي قطر کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د ښځينه حقونو د برخې استازې رینا امیري سره خبرې اترې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي استازي به یې ت.الب چارواکو سره د افغانانو پر بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو، نجونو او نورو افغانانو سره مناسب او دروند چلند، امنیتي موضوعاتو او د مخدره توکو تولید او قاچاق سره پر مبارزې به خبرې اترې وکړي.
#Afghanistan #USA


