ويب ډیسک
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او د میاشتې د کمیټې مشر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم لخوا اعلان وشو چې سبا يکشنبه په ټول هېواد کې د کوچنۍ اختر لومړۍ ورځ ده.
هغه وویل، په همدې مناسبت ټولو هېوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي وايي.
خو د حرمین الشریفین د رسمي بيان پر اساس د سعودي عربستان د هلال کمېټې نن شنبه د شوال مياشت ونه شوه ليدلاى.
د سرچينې په وينا، سبا يکشنبه د روژې ٣٠مه او دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو حکومت سترې محکمې تر دا مهاله په دې اړه خپل پرېکړه نه ده اعلان کړې.


