لــيک ، روزي خان ايــثار
نیشنلزم يا قوميت هغه انساني د خپلوۍ جزبه او احساس دی چي د هغو افرادو تر منځ پيدا کيږي د کمو افرادو چي تمدن، تهزيب ، تاريخ ، نقصان ،ګټې ، ژبه ، ثفافت، جغرافيه، دغلامۍ او د ازادۍ تصور سر شريک وي
د قوميت په اساسي شيونو کشې هم دغه عناصر لويه برخه لري نو ځکه دکمو انساني ټولنو چي دغه عناصر سره شريک ول وهغه ټولنه ته قام ويل کېدل شروع شول
هغه مخصوصه ټولنه چي دغه اقدار يې مشترک وي او د مشترکه اغراض او مقاصدو له پاره په اجتعماعي فکر سره کار کوي هغه ته قام ويل کيږي
که څه هم د غه لفظ قام ، قوم يا نېشن دوني قديم نه دی ، خو دغه احساس په انساني ټولنه کشې تر مختفله أړاؤنو را وتلی دی او دوني قديم دی لکه څوني چي د مصر، يونان، روم او نور تهزيبونه قديم دي.
دلته مهم سوال دا پيدا کيږي چي د قوميت جزبه په انسانانو کشې څله پيدا شوه ، هغه کم عوامل ؤ چي انساني ټولنه يې په قامونو کشې ځله تقسيم کړله؟
د قامونو جوړښت خپل تاريخي شاليد لري چي د اوږدې ارتقا له عمله ورسته د خلګو هغه ټولنه چي خپله زبه، وطن او خپل ټولنيز افعال او نفسيات لري او د هغو اظهار بيا د يو منظم کلتور په شکل کشې وکړي ، نو د افرادو دغه ټولنه ډېر په سائنسي بنيادونو په ډېر سوکه مزل سره آخري د قوميت تر دريځ او معياره رسېږي.
د قامونو په تاريخ کشې چي څوني د يو قام د پر مخ تګ اسباب لازمي دي هم هغو مره د هغه قام تاريخي ورثه هم لازمي ده چي هغه قام د تاريخ په ارتقا کشې ژوندای ، ريښتني او حلالونی قام ثابتوي
په اوسني دور کشې که د پښتنو روان حالت ناسم او ناقرا دی خو تېر تاريخ يې هغه ټولي وسيلې لري چي په تاريخ کشې يې نور قا قامونو لري او فخر پرې کوي.
دا چي قوم خپل داخلي خصوصيات لري له هغه سره سره خپل بهارني اقدار هم لري چي له کبله يې هغه قوم پر مح تګ کولای شي ،
دقوميت تصور که څه هم فطرتي دی او له نورو زياتو عواملو سره يې يو سبب هغه د اشتراکيت جزبه ده دکمې جزبې له کبله چي دغه مخصوصه ټولنه سره يو شوې ده او دخپل مال،جان او معاشرتي اقدارو تحغظ يې په تاريخ کشې ديوې جدا ټولنې په څېر کړی دی.
د کمې جزبې له کبله چي يوه انساني ټولنه دقام په شکل کشې بدله شوه ، نو هم هغې ټولنې يا هغو خلګو بيا دخپل قام او دنورو وګړو تر منځ امتياز شروع کړ چي له هغه وجې بيا هغه قام هر څه ته دخپل او پريدي په پيرايه کشې وکتل
که څه هم دغه پړاؤ ډېر مخنای او تهزيبي دی خو دخپل قام ، خپلي ژبي، خپل کلتور ،خپلې جغرافيې او لدې ټولو شيانو سره دخپلوۍ احساس هم پيدا شو
دتاريخ له دې پړاوه ورسته بيا دقوميت خپل عناصر و ژېږېدل چي په مجموعي توګه پکي د اشتراکيت ټکی لازمي دی، معنا هغه وګړي چي دهغو نسل، وطن، زبان ، رنګ او نظام ملکيت ، سلطنت يو وي و هغه ټولنه ته قام ؤ ويل شول.
ځينې پوهان شاهد دخپلو اغراضو له پاره د قوميت په تعريف کشې د مزهب دخل هم کوي چي دا په يو معنا ډيري تاريخي قتل دی ، هغه ځکه چي قامونه د تهزيب برخه دي او مزهب په انساني تاريخ کشې ډېر ورسته عناصر دی چي انسانانو اول دخپل تصور په داخلي دنيا کشې جوړ کړ او ورسته خارجي شو
اول خو ګرسره مزهبونه هم په انفرادي بڼه تشکيل سول، معنا دقام له تصوره ورسته دقامي مزهب تصور راغلی خو که څه هم بيا مزهب يو عالمګيره نظر ثابیت شوی دی خو دغه تصور ډېر جديد دی په بله معنا دغه تصور يوازي د اسلام په بيانيه کشې راغلو او دخلافت او ملوکيت دکلېش له راتګه ورسته پر نورو قامونو غالب شو.
دا چي نشنلزم يو فطري خصلت دی چي په کميايي بڼه په تمامو عناصرو او هر وجود لرونکي شي کشې موجود دی
خو په ژونديو انواعو او تخليقاتو کشې يې بيخي ښه څرک ښکاره کيږي د نشنلزم فکر په ارتقا کشې د ژونديو انواع د تحفظ له کبله شتون ودرلود چي د انساني تهزيب له آغازه بيا تر زرعي دورې پوري، بيا له هغې دورې تر جديد دور پوري انساني تاريخ که يو طرف ته د امن تاريخ دی خو بل طرف ته د جنګونو او وهشتونو کيسه هم ده.
هم د دې جنګونو له کبله انساني ټولنه هر وخت د خپل جاني تحفظ په خاطر دخپل ځان د دفاع له پاره اول دخپلو نزدې انسانانو او ټولنو سره په شريکه شوه چي تر څو له کم بلې ټولنې ځان وژغوري
دا چي انسان يو ټولنيز حيوان ګڼل کيږي نو دغه خصلت په حيواني انواع کشې هم شته چي هغه هم د ګلې ، رمې يا دڼ په شکل کشې اوسيږي او دخپل خوي ، خصلت پر اظهار که يې تفکر وشي نو دخپلوي احساس پکشې ښکاري.
د قوميت دغه مفکوره دخپل پر مخ تګ له پاره دوې اساسي طريقې لري دغه فکر د معشيت او سياست له لاري هم پر مخ تګ کولای شي او د کلتور او ادب له لاري هم پر مخ تلی شي.
د قوميت د احساس په پيداوار کشې چي څوني د يو قوم خپل داخلي عناصر برخه لري هغو مره پکښې خارجي اثرات هم برخه لري.
په خارجي اثراتو کښې اول پړاؤ د تحفظ دی معنا چي کله يو ټولني ته دخپل جاني، مالي او وطني تحفظ احساس وشو نو بيا هغو ټولنو په خپل منځ کښې د وحدت احساس ژوندای کړ او ورسته هغه ټولنې ديو منظم قاک په توګه وڅرکېدلې چي د دغه عمل ښې نيښانې مونږ د نړۍ د تېرو ايمفراتورۍ له پاره شويو جګړو ، بيا د ايمپيريلزم او کالونيلزم په شکل کښې ليدای شو.
په انساني تاريخ کښې اول ځل مشترکه ټولنه ؤ وېښل شوله، بيا يو دور داسي هم راغلو چي دغه فکر لږ په تياره کښې پاتې شو خو بيا دوباره
د قوميت دفکر له ژوندی کېدلو سره د نړۍ ټولو قامونو دخپل ماضي پر لور سفر شروع کړ او دخپل قامي روح د خالصيت اسباب يې پېش کړل او هغه وسيلې يې څرګندي کړلې د کمو له کبله چي د دوي پر قامي روح حمله شوې وه.
پدغه پړاو کشې هر قام خپله هڅه وکړله چي خپل قامي هويت قديم او خاص ثابت کړي او پر هغه شوي اثرات په ګوته کړي پدې ميدانونو کشې د هغو باتورانو د آسانو دوړي ښکاره شولې کمو قامونو چي يا خپل ليکلي آثار لرل يا يې پر اثاتيرو او ژبه پردي يلغار ګزار نه ؤ کړی او يا هغه قامونه چي پر خپله جغرافيه يې خپل واک ؤ او يا هغه قامونه چي جديده سائنسي او صعنتي نظام يې درلود
مونږ خواران لدې هر څه محرومه ولو ځکه په مونږ کشې دغه فکر تر اوسه لا سم ندی ژوندای شوی بلکه چي څوني ژوندای کيږي هغو مره بيرته د پريديو د معشي، ثقافتي ،ژبني ، نصابي او سياسي اثراتو له کبله خرابيږي لدې سره سره چي د دغ فکر له پاره څوک کار کوي هغه پښتانه قام پاله سياست مداران، ليکوالان، شاعران اديبان او پوهان داسي ځله خوري لکه دوه دښمنان، د لوي قامي او اجتعماعي مقصد له پاره دوي هر يو پر خپل ټوکني خاوري اړوي او د قام د دفاع بجايې به خپله زاتي او ګونديځه دفاع زياته کوي.
دا چي نشنلزم يا قوميت د عقل ، روح او د جزباتو تخليق کرده هيث دی نو د دې فکر په ژوندي ساتلو کشې ځيني شيونو ډېر مهم کردار لوبوي لکه قومي رسومات، قومي تاريخي ورځی ، قومي علامات ، د قام د ماضي قربانۍ ، قامي هيروز د خپلي خاوري د دفاع له پاره ليکل شوي شعار، د يو دښمن څرګندونه او بيا له هغه سره هم پر مادي او هم په تخيول کشې هر وخت دمقابلې په حالت کشې اوسېدل، دا ټول هغه شيونه دي چي د نشنل يا قوميت دغه څراغ بل ساتي.
که څه هم په اوسنۍ دنيا کشې د دغه جزبات د لوبو پر ميدانونو هم ښکاره کيږي خو پښتانه هغه خلګ دي چي شپه ورځ جنازې اخلي ، تاريخي او تهزيبي سپکاوای يې کيږي ، کورونه او وطن يې د پريديو دجنګ ميدان شو خو بيا يې لا هم دقوميت جزبه نشوه پکي پيدا بلکه لا نور هم د جالندهري ترانې او عربي کجورو په خوراک اخته دي، د جديد قوميت د فکر د پر مخ وړلو له پاره په نړۍ کښې د هر قام اديب او شاعر دخپل قام فکر له خپلې خاورې سره د تړلو په خاطر هغو دخلګو تمام فکري او بدني ارځښتونه له خاوري او خپل چاپيريال سره د رومانيت په زور وتړل
له رېناسانسه ورسته د رومانيت تحريک د نشنلزم و فکر ته ډېره وده ورکړله.
خو نشنلزم په تاريخي پړاو کشې کله دسياست له کبله او کله د کلتور له کبله پر مخ تللی دی
نو دقوميت د پر مخ تګ له پاره په کلچرل پړاو کشې لازمي اوزار ژبه ده او په سياست کشې يې لازمي وسيله معشيت دی.
دا چي د نشنلزم بيا نيه په کالونېل دور کشې ډېره په چټکتيا سره روانه شوه نو په محکومو ملکونو کشې دسياسي تحريکونو او د خپل معشيت او واک د نه شتون له عمله دلته اکثره قامي فکر لرونکو خلګو د خپل قام دخلاصون له پاره نشنلزم له کلچر او د خپلي خاوري سره د تعلق پيدا کولو په خاظر قوميت په رومانوي طريقه څر ګند کړ، ځکه بغير د دې فکر دڅرګتدولو پرته دخلاصون کمه بله وسيله نشته، دا چي له غلام قامونه خپل هرڅه ورک شوي ؤ نو
د قوميت فکر په دې وجه هم اهميت لري چي دا ورک شوی قامي شناخت او قامي شعور بيرته را ژوندای کوي که مونږ چيري پردغه بحث وکړو چي قامي شناخت او شعور څنګه له منځه ځخه زي؟ نو د دې ډېر او واضع وجوهات شته چي مونږ ته دقامونو د عروج او زوال په فلسفه کشې څرګند دي
د دې وجوهات چي څوني خارجي دي هغو مره داخلي هم دي ، دا چي څوني د بهارني زور او قوت له کبله د قامونو له نفسياتو وزي هغو مره د انسان د خپل زهن، سوچ، او فکر د زاويو د بدلون له کبله هم له قامونه ځخه ورک کيږي چي مثال يې مونږ د مزهبي، ژبني ، ثقافتي ، سياسي او معشي استعماريت په شکل کشې ورکولای شو
دا قامي شعور په ژوندي کولو کشې تر ټولو ښه کردار د يو قام د اثاتيرو دی ولي چي ديو قام اثاتېر د هغه قام له نورو قامونو د بېلوالي او قدامت نښه وي خو بد بختانه
چي کله د قامونو زهني او شعوري زاويې کالونائزيډ شي نو د هغو د سوچ کولو زاويې هم بدلي شي او بيا هغه وخپل خارجي چاپير يال ته هم دپريديو په نظر ګوري چي په تاريخ کشې و دغ پړاو ته مونږ mind colonization زهني غلامي ويلای شو او له مونږ سره هم دغه لوبه شوې ده
دقامونو دمحکوميت د ختم کولو او بر قراره ساتلو يوه بله وسيله دهغه قام مورنۍ ژبه هم ده
مورنۍ ژبه هغه اوزار دی چي يو قام دخپل ماضي او حال کيسې د خپل نوي نسل تر فکري زاويو رسوي
زبه يوه مهمه زريه ده چي يو قام دغلامۍ پر لور هم او د آزادۍ پر لور هم وړي، نو ځکه چي کله يو استعماري قوت کله يو قام محکوم او غلام ساتل غواړي نو هغه اول ځل دهغه پر ژبه حمله کوي چي تر څو دهغه خلګو او هغه چاپيريال او تاريخ تر ميان د تړون وسيله ختم شي ، ژبه قامونه په خپله نه هيروي ، بلکه ژبه له هغوي ځخه په بيلا بيلو طريقو هېروي
په زبه کشې ، الفاظ ، کيسې ، نمونه ، ټوکي، شکنځا دا ټول شيان خپل تاريخي ارځښت لري، دغه تمام هغه شيونه دي چي ديو قام خپل تهزيب،تمدن او ثقافتي بېل والی ثابتوي
زبه ديو قام دتهزبي تاريخ او دمستقبل دتعمراتو سبب ده ځکه په اوسني ګلوبلائزېشن او ثقافتي يکسانيت کښې دغه کار هم روان دی چي دقامونو شناخت ورختم کړي
مورنۍ ژبه هغه وسيله ده چي انسان يې دخپلې بدني مور او فطري او روحاني مور خاوري ځخه زده کوي، ځکه پدې وجه دا له خاوري ، شتمنيو او خپل قام سره د تړون تر ټولو ښه زريه ده
پدې زبه کشې ده هغې خاوري ، تاریخ، ثقافت ، بد او ښه حال ، رسم ريواج ، ټولنېز ارځښتونه ، معشي زريې ، تاريخي دوست او دښمن سياسي منصوبې او دمستقبل له پاره سبب جوړيږي ، لدې سره سره د نشنلزم فکر دخلګو تړون له خاوری سره هم ژوندای کوي هغه ځکه چي وطن يا خاوره هغه وسيله ده چي دغه مخصوص قام يې په خپلو مدنياتو، آب هوا، مېو او فطرتي ښائست تر دې پړاوه را رسولی دی
لکه څنګه چي د يوې مور غيږ د ماشوم تربيت وي
هم دغه سي د يو وطن خاوري ګړده پراخه سينه دهغه قام له پاره مقدسه او د تربيت زای وي
دهغه وطن غرونه، دشتي ، غونډيان ، ځنګلونه، اوبه ، هوسۍ ، مرغان او د هغه وطن معدنيات د هغو انسانانو له پاره قدر لري ولي هم هغه شيان دهغه قام له پاره هر څه وي او دهغو له پاره دګټو سبب وي
که چيري د دې سوال بر اساس غور وشي چي مونږ ولي خپلي خاوري سره مينه لرو؟ نو د دې ځواب ډېر عقلي او سائنسي وجوهات لري
هغه ځکه چي هم د دې خاوري عناصر زمونږ په وجود کښې دي
معنا مونږ دخپلي خاوري ، هوا اوبه ، مېوې ، غنم او د هغې له رنګنيو ځخه زهني جسماني او روحاني خوند اخلو
نو کم خلګ چي په ريښتيا له خپلي خاوري سره فکري مينه لري هغه بيا دخپلي خاوري او د ده تر منځ بېلتون نه شي ځغملای ، معنا غلامي نه تسلموي او پر خپله مقدصه خاوره د پرېديو واک نه ځغي او دهغه دخاتمې له پاره خپلي بدني هلې ځلې کوي چي بېلا بيلي طريقې يې دي چي مثالونه يې مونږ دخپل قام د شهيدانو او اتلانو په ژوند کښې وينو په اوسني دور کښې يې تاسو د ملي شهيدانو لکه ، عــثمان لالا ، ارمــان لوڼی او عــارف افغان ژوند لوي ثبوتونه دي ، لکه څنګه چي د خاوري او وطن اهميت داسي دی چي د هغې په غلامۍ سره انسان بې چينه شي او پداسي کېفيت کشې شي چي تر څو خپله خاوره آزاده نه کړي تر هغو خپل ځان ورته آزاد نه ښکاري ، معنا وطن و انسان ته د مزاهمت پېغام ورکوي هم دغه سي ژبه هم په انسان کشې دخپلوي فکر ژوندای ساتي
په هره ژبه کشې د اجتعمايي مزاهمت خپلي طريقې وي
لکه په پښتنو کشې چي چيغه ده
اول سوچ د هغه اظهار په ژبه او دهغه د عمل له پاره جسماني عملونه، ژبه پدې وجه بيخي د اهميت وړ ده چي ژبه دخپلواکۍ سبب هم ده او له خپلواکۍ د محروميت وسيله هم کيدای شي
په کالونيل دور کشې دغه مفکوره ډېره استعمال شوه چي د يو قام دغلام کولو له پاره تر ټولو ښه طريقه دا ده که غواړې چي يو قام له خپل ملي هويته لري کړې نو ژبه ځيني هېره کړه يا ژبه ورله هايبريډ که
د ژبي هېرول هغه اول سبب دی چي تا ته احساس کمتري درکوي او تا غلامي ته هڅوي
دقامي شناخت د ژوندي ساتلو تر ټوله ښه بنياد ژبه ده
زمونږ مورنۍ ژبه مونږ له خپل ماضي سره اشنا کوي
او دمستقبل له پاره يوه لار را کوي
لکه څنګه چي ژبه د انسان د اندروني احساساتو اظهار کوي هم داسي دټول قام اظهار
دهغې ژبي شاعر ، اديب او ليکوال هم
ځيني زهني خرڅ شوي شاعران ، سياسان ، ليکوالان که وغواړي چي له واک او معشي طاقته پرته خپل غلام قام دخلاصون پر لور روان کړي نو هغه بايد اول هغه قام له خپل تاريخ سره بايد دخپلې مورنۍ ژبه په تواست سره خبر کړي
دا چي د جديد نشنلزم خصوصيت دا هم دی چي هغه و يو قام ته شناخت ورکوي نو دقامي شناخت له پاره دهغه قام خپل رياست ډېر لازمي دی ، خو د اسحصالي او استعمار ګر قوتونو دا هلې ځلې وې او هغوي دا کار وکړي چي دخپل مفاداتو له پاره د درېمي نړۍ دقامونو تاريخ داسي پېش کړي چي ماضي او حال يې پر منځ ځله پرې شي نو به له هغو خپل شناخت ورک شي او بيا به د کالونيل ډيسکورس له لاري د دوي تر زهنونو هغه څه ور ورسوي په کم څه کشې چي ده استعماري قوتونو ګټه وي هم دغه چل له مونږ سره هم وشو او هغوي زمونږ دشناخت وسيلې ټولي ورېبلې ، هغوي زمونږ د سياست ، ثقافت ، فولکلور او اثاتېرو زاويې بدلي کړلې صرف يوازي دا نه بلکه هغوي زمونږ د معشيت اسباب او زمونږ هغه هنرونو چي مونږ پکي دخپل لوکل چاپيريال په تناظر کشې خپل معشيت ګټلو هغه يې راته بدرنګ ښکاره کړل د مثال په توګه هغوي دخلګو هنرونه د هغو دسپکاوي سبب وښودل لکه پښ، موڅي ، ډم او دهغه په مخالف يې هغه خلګ چي د دوي پکشې ګټه وله هغه يې وستايل
د بحث په آخره کشې که څه هم دا بحث بشپړ نه شو خو دې نتيجې ته رسېږو چي قام پالي يو فطرتي عمل دی چي په انسانانو کشې له ارتقا ځخه بيا تر جديد دورې پوري او بيا تر اوسني جديد رياستي نظام پوري ډېر ښه کردار لري ، نو مظلوم قامونه هغه وخت خلاصون او پر مخ تګ کولای شي کنيم هسې په پريديو واليو انسان خپل غوږونه نه څيري ، تر څو چي ته خپل قامي رياست ونه لرې ، معاشي خود مختاري ونه لرې ، تر هغو ترقي نه شي کيدای او چي دا شيونه نه لرې نو بايد تر لاسه يې کړې دهغه له پاره چي کم کار مهم دی هغه دنشنلزم تر پڅول لاندي قامي سياست دی


