دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان اوس د حساسو بایومترک معلوماتو سیستم کنترولوي،

طالبان اوس د حساسو بایومترک معلوماتو سیستم کنترولوي،

ويب ډیسک

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي دي چې طالبان اوس د حساسو بایومترک معلوماتو سیستم کنترولوي، چې دا په زرونو افغانان له خطر سره مخامخوي. دغه سیستم تیر کال د لوېدیځو مرستندویه حکومتونو له لوري په افغانستان کې پریښودل شوی دی.

د هویت او معاشاتو په دغه دیجیتال سیستم کې د افغانانو شخصي او بایومیترک معلومات ثبت دي، پکښې د نورو ترڅنګ د سترګو د کسې سکین، د ګوتو نښې، عکسونه، دندې، د کورنو ادرسونه او د خپلوانو نومونو شامل دي.

طالبان کولی شي د خپلو مخالفینو د هدف ګرځولو له پاره له دې سیستم څخه کار واخلي او د بشري حقونو د څار سازمان موندنې دې ته اشاره کوي چې ښایي په ځینو مواردو کې طالبانو له دغه سيستم څخه استفاده هم کړې وي.

په هیومن رایټس واچ کې د کړکېچ او شخړو څېړونکی بیلکس وایي چې حکومتونه او سازمانونه چې په پراخه کچه یې د افغانانو د شخصي معلوماتو په راټولو کې مرسته کړي «ښایي له طالبانو سره په غیر قصدي ډول په ځپنه کې مرسته وکړي.»

دا چې په دغه معلوماتو کې ډیر هر اړخیز معلومات شامل دي او سمه ساتنه یې نه کیږي، ښایي خلک د طالبان د ناوړه چلن له لوړ خطر سره مخامخ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه