دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلوګر د سیلابونه لکبله شاوخوا ۲۵۰ کورنه نړېدلي.

لوګر د سیلابونه لکبله شاوخوا ۲۵۰ کورنه نړېدلي.

ویب ډیسک

د افغانستان د لوګر ولايت ځايي مسوولان وايي، د وروستیو سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار او محمداغې ولسوالي کې د هستوګنې شاوخوا ۲۵۰ کورنه نړېدلي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، د شنبې شپې سېلابونو له امله لوګر کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۰۰ نور نېمه وران شوي دي.

هغه وویل، د یادو سېلابونو له امله ۱۵ زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه له منځه تللي او ګڼ شمېر کلیوالي سړکونه، پلونه او پلچکونه تخریب شوي. د هغه په وینا، د بېلابېلو ادارو له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو سروې پيل شوې او ژر به په اړمنو کورنیو بېړنۍ مرستې ووېشل شي.

دا په داسې کې ده چې تېره شپه هم د لوګر په ازرې ولسوالي کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه