پاکستان د غلام خان بندر د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی دی.

0
175

ويب ډيسک

د طالبانو پوله ساتو پولیسو ریاست ویلي، چې پاکستان په خوست ولایت کې غلام خان بندر د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی دی.

 

طالبان وايي، پاکستان د یادې پرېکړې لامل نه دی په ډاګه کړی او د سوداګریزو لاریو له چلوونکو یې غوښتي، چې له له نورو لارو تېرې شي.

 

طالبانو پاکستاني لوري سره د دې ستونزې د حل په تړاو د خبرو په موخه څه نه دي ویلي.

 

پاکستان غلام خان بندر داسې مهال تړلی چې د روان میلادي کال له پیله د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د لوړې کچې خبرې وشوې، څو سوداګریزې ستونزې حل کړي.

 

غلام خان بندر په تېرو وختونو کې پاکستان په ځلونو تړلی چې افغان سوداګر، د هغوی سوداګریز اموال او ټرانزیټ یې زیانمن کړی دی.

# #Afghanistan #Pakistan #Khost #Transit