دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسري لانکا کرکټ بورډ مرستیال کپتان کوسال منډیس، بل لوبغاړی ډیکوالا...

سري لانکا کرکټ بورډ مرستیال کپتان کوسال منډیس، بل لوبغاړی ډیکوالا او له لوبو بند کړل

د سري لانکا کرکټ بورډ د خپلې ملي لوبډلې مرستیال کپتان کوسال منډیس، بل لوبغاړی ډیکوالا او دانوشکا له دې کبله له لوبو بند کړل چې اصول یې مات کړي. د سري لانکا د کرکټ ټیم په انګلنډ کې په سیالیو بوخته ده، لوبغاړو ته کلکه سپارښتنه شوې وه چې د کرونا ویروس د خپرېدو او پرې د اخته کېدو د مخنیوي لپاره بې ضرورته له هوټل څخه د باندې ونه وځي. خو دغو دریو ځوانانو دا اصول مات کړي او په یوې ویدیو کې ښکاري چې د انګلنډ د درهم په سړک کې سګرټ څکي.

د سري لانکا کرکټ بورډ دوی سرغړوونکي وبلل، له روانو سیالیو څخه یې ووېستل، بېرته یې هېواد ته وروغوښتل او په اړه یې تحقیقات پیل کړل. وايي دوی نه د ځان خیال ساتلی،‌ نه د ټیم او نه یې اداري اصولو ته پام کړئ.

د ملي لوبډلو ځينې لوبغاړي داسې فکر کوي چې «نړۍ د دوې له سترګو» ودانه ده او دوی د شاهي نظامونو د باچاهانو غوندې له هر څه «بري دي او برائت» لري. نه داسې نه ده، ملي لوبغاړي تر هغه وخت ملي لوبغاړی وي چې هېواد کې دننه او د باندې د خپل ملت رښتیني استازیتوب وکړي، قانون، نظم او دسپلین ته پابند وي. شاید ځینې ووايي‌ چې «سګرټ څکل» یوه عادي خبره ده او دا سزا ډېره ده؟ خو داسې نه ده، د ملي لوبډلې د لوبغاړو لپاره تر هر څه مخکې نظم او ډسپلین مهم دي.

دوی په میدان کې دننه هم او د میدان د باندې هم د خپلو هېوادونو «استازي بلل کیږي او دم او قدم یې دواړه په حساب»‌ دي. د دوی یوه وړه تېروتنه او ځان غوښتنه پوره هېواد او ولس خرابولی شي.
د سري لانکا د کرکټ بورډ د دغې پرېکړې څخه یو درس دا دی چې باید اصول او قانون په ټولو تطبیق شي،‌ لوبغاړي تر هیچا غوره نه دي او تر قانون پورته نه دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه