دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبهرنیو چارو وزارت، د ترهګرو ډلو له نوملړه د ا،ا د نوم...

بهرنیو چارو وزارت، د ترهګرو ډلو له نوملړه د ا،ا د نوم د ایستلو په تړاو د روسیې له وروستو څرګندونو هرکلی کړی دی.

ويب ډيسک

‏د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو په تړاو د روسیې له وروستو څرګندونو هرکلی کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې خبرپاڼه کې ویلي«د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فډراسیون د رهبرۍ، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې، د افغانستان له اسلامي امارت سره یې د اړیکو د پراختیا په تړاو د سیاسي عزم څرګندونه کړې ده.»

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ویلي وو چې، له تور نوملړه د «طالبانو» د نوم ایستلو پرېکړه پوتین ته استول شوې، ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم ویلي، په افغانستان کې باید له هغو خلکو سره اړیکې ورغول شي چې، د دغه هېواد جغرافيه يې په واک کې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه