ویب ډیسک
مخکېني ولسمشر اشرف غني ته نږدې څېره او د چارو د ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وايي؛ په افغانستان کې په یو وخت د درېیو “زشتو پدیدو” د عادي کولو پروسه روانه ده.
نوموړی اولنۍ پدیده؛ د “جنسیتي ښوونیز نظام” یادونه کړې چې د طالبانو حکومت غواړي؛ څو نړۍوال قانع کړي چې د نجونو پر زدهکړو بندیز په افغانستان کې عادي مسله ده.
ښاغلي فضلي همدا راز د دویمې پدیدې نوم هغو کسانو ته ورکړی چې “په تیرو شلو کالونو په پروژو روږدي وو او اوس بیا د طالبانو د کړنو او څېرې عادي کولو ته کار کوي.”
محمود فضلي که څه هم مشخصاً د چا نوم نه دی اخیستی؛ خو لیکي چې بېرته بیا همدا “پروژهیان” زبر ځواکونه هیوادونه تمیلوي او پر نړۍوالو سټېجونو یې د بشري فعالانو او اتلانو په نوم مطرح کوي.


