ويب ډیسک
يادې ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، څرنګه چې لیدل کیږي د هوا ککړتیا هر کال د ژمي په موسم کې خورا لوړې کچې ته رسیږي او د ټولو ښاریانو په روغتیا مستقیمې اغیزې لري او د دې مخنیوی زموږ ټولو ګډ مسولیت دی.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو دولتي ادارو او وزارتونو، د خصوصي سکتور تاسیساتو، لوړپوړیزه ودانیو، کورنیو او نورو ککړوونکو منابعو له مالکانو څخه په کلکه غوښتنه کوي ترڅو د هوا د ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په موخه لازم تدابیر ونیسي.
دوی زیاتوي، دې اعلامیې د نشر څخه وروسته به د دې ادارې د نظارت او تفتیش مسوولین د کابل ښاروالۍ او اړونده ادارو سره په ګډه د هوا د ککړتیا له منابعو څخه څارنه کوي او له سرغړونکو سره به قانونی چلند کیږي.


