یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسیه :د تاجکستان او افغانستان پر پوله به امنیتي مسئلې ته ډېره...

روسیه :د تاجکستان او افغانستان پر پوله به امنیتي مسئلې ته ډېره پاملرنه وشي.

ويب ډیسک

په تاجکستان کې د روسیې سفیر وايي، هېواد یې د دواړو هېوادونو پر پوله په ختلان ولسوالۍ کې د سرحدي پوستې د جوړولو چارې پیل کړې دي.

دا خبر وروسته له هغه راځي چې د روسیې ولسمشر له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره پر پوله د امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې سفیر ایګور لیکین فرولوف د دوشنبې په ورځ ټاس خبري اژانس ته وویل، «د تاجکستان او افغانستان پر پوله به امنیتي مسئلې ته ډېره پاملرنه وشي.»

روسیه وایي، د تېرې هوکړې له مخې د تاجکستان د وسله والو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ځینې پوځي تجهیزات سپارل شوي، ترڅو دغه هېواد له هر ډول بهرني ګواښ سره مخ شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه