اسرائيل به په جولان لوړو کې د يهوديانو د استوګنځايونو د جوړولو لپاره ۳۱۸ ميليونه امريکايي ډالره ولګوي

0
83

ويب ډیسک

د اسرائيل صدراعظم نافتالي بنيت د ډسمبر په ۲۶مه نېټه اعلان کړی، چې دغه هېواد به

په جولان لوړو کې د يهوديانو د استوګنځايونو د جوړولو

لپاره ۳۱۸ ميليونه امريکايي ډالره ولګوي او هلته به د خپلو خلکو شمېر يو برابر نور

هم زيات کړي.

نوموړي په همدې ورځ د کابينې په غونډه کې ويلي، چې په تېرو

څو کلونو کې په جولان لوړو کې د يهوديانو د استوګنځايونو په جوړولو کې کوم پرمختګ

نه دی شوی، نو حکومت يې پرېکړه کړې، چې په جولان لوړو کې د يهوديانو د استوګنې دوه

نوې سيمې جوړې او د ځايي ښار کاڅرين مساحت نور هم پراخ کړي.