یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبدخشان کې د طالب ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته شوې

بدخشان کې د طالب ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته شوې

ويب ډیسک

د بدخشان په مرکز فیض اباد کې سرچینې د دغه ولایت په مرکز کې د وسله والې شخړې خبر ورکوي.

 

د سرچینو په وینا، له یوه ساعت راهیسې د فیض اباد ښار په لومړۍ ناحیه او شاوخوا سیمه کې د طالب ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

 

ویل کیږي چې دغه نښته په جرام او یفتل ولسوالیو کې د طالبانو ترمنځ شوې ده.

 

سرچينې وايي، په بدخشان کې د طالب ځواکونو قوماندان قاري عبدالرحمن او د هغه يو تن ساتونکی ټپيان شوي دي.

 

ځايي طالب چارواکو تر دې دمه د موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.

 

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د طالبانو تر منځ د نښتو راپورونه خپاره شوي وو.

 

باید وویل شي چې د دغې شخړې د تلفاتو کره شمېره لا تر اوسه نه ده ترلاسه شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه