دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند وايي، راتلونکي تعلیمي کال لپاره ۴۵۰ بورسونه افغان زدکونکو ته ورکوو

هند وايي، راتلونکي تعلیمي کال لپاره ۴۵۰ بورسونه افغان زدکونکو ته ورکوو

ويب ډیسک

په هند کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي د هند کلتوري اړیکو شورا یا ICCR له نوي رئیس سره کتلي دي.

په دې کتنه کې افغان سفیر ماموندزي په هند کې د افغان محصلینو ستونزې او په افغانستان کې د برحاله بند پاته محصلینو مشکل د ICCR له نوي مشر سره شریک کړ.

چې د ICCR مشر وویل چې دوی د افغان محصلینو ستونزو ته به په راتلونکو میاشتو کې رسیدګي وکړي.

په نوی ډهلي کې افغان سفارت وايي چې د روان 2021-22 تعلیمي کلونو لپاره د هند په داخل کې افغان محصلینو ته ۴۵۰ بورسونه ورکړي دي.

افغان سفیر هیله څرګنده کړې، چې په نژدې راتلونکې کې به د ICCR شوراء د جذب چارې عادي حالت ته راوګرځي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه