جمعیت علما اسلام: په بلوچستان کې د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل ناسمې تګلارې دي

0
66

د جمعیت علما اسلام د بلوچستان ایالت مشر، سناتور مولانا عبدالواسع او عمومي منشي مولانا آغا محمود شاه وايي، په بلوچستان کې روانه ناامني، بې‌کاري، اقتصادي ستونزې او د خلکو اندېښنې د اوږدې مودې د ناسمو تګلارو او کمزورې حکومتولۍ پایله ده.

دوی په یوه څرګندونه کې ویلي، جمعیت علما اسلام په بلوچستان کې له اوږدې مودې راهیسې سیاسي فعالیت لري او د دوی په وینا، دغه ګوند د خلکو د حقونو، اساسي قانون او ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي.

د جمعیت مشرانو ادعا کړې چې په تېرو دورو کې د دې ګوند د سیاسي اغېز کمولو او د ولسي ملاتړ لرونکو استازو د مخنیوي هڅې شوې دي. د دوی په وینا، د خلکو رایه په اداري یا سیاسي لارو بدلېدای شي، خو د یوې ډلې ولسي ملاتړ په مصنوعي ډول له منځه نه شي وړل کېدای.

دوی همداراز ویلي چې په بلوچستان کې د ناامنۍ ترڅنګ بې‌کاري، کمزوری اقتصاد، د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ستونزې، د کرنې او سوداګرۍ کمزوري کېدل او د خلکو نارضایتي جدي ستونزې دي.

د جمعیت مشرانو د دې ستونزو د هواري لپاره د ولسي رایې درناوی، د سیاسي ډلو لپاره د برابر فرصت برابرول، د اساسي قانون او قانون حاکمیت، روڼ ټاکنیز بهیر او د وړو کسانو ټاکل مهم بللي دي.

دوی ټینګار کړی چې جمعیت علما اسلام به د خپلو سیاسي موخو له مخې د بلوچستان د خلکو د حقونو، د صوبې د واک، سولې، پرمختګ او عدالت لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.