د بلوچستان د دوکي په سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې درې کارګران د زهري ګاز له امله مړه شوي دي.
د کانونو اړوندو چارواکو د ټلوېزیوني شبکو له قوله ویلي، پېښه د پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې په کان کې زهري ګاز راټول شوی و.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، درې واړه کارګران د ګاز له خپرېدو وروسته بېهوښه شوي او تر ژغورنې وړاندې یې ساه ورکړې ده.
د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته ژغورونکې ډله سیمې ته رسېدلې او د مړو شویو کارګرانو جسدونه یې روغتون ته لېږدولي دي.
چارواکو ویلي، د پېښې د څرنګوالي او د ګاز د راټولېدو د کره لامل معلومولو لپاره څېړنه روانه ده.


