لیکنه او راټولونه: نجیب پاڅون
د افغانستان په معاصر تاریخ کې لږې داسې جګړې شته چې د میوند په څېر یې هم د جګړې ډګر بدل کړی وي او هم یې د یوې سترې امپراتورۍ سیاسي محاسبې.
د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۷مه، د کندهار لوېدیځ ته د میوند په دښته کې د افغان ځواکونو او برېتانوي پوځ ترمنځ هغه جګړه ونښته، چې نه یوازې د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې مسیر یې بدل کړ، بلکې د برېتانوي پوځ په تاریخ کې د نولسمې پېړۍ له تر ټولو درنو ماتو څخه وشمېرل شوه.
په افغانستان کې میوند د اتلولۍ، خپلواکۍ او ملي مقاومت د سمبول په توګه یادېږي، د ایوب خان نوم، د افغان جنګیالیو مقاومت او د ملالۍ کیسه د دې جګړې له یاد سره تړلي دي؛ خو که د همدې جګړې په اړه برېتانوي ارشیفونو، پوځي راپورونو او د هغه وخت ورځپاڼو ته ور وګرځو، یوه بله کیسه هم مخې ته راځي؛ داسې کیسه چې شاید ځینې افغان لوستونکي ورسره اشنا نه دي.
د برېتانوي افسرانو شخصي یادښتونه، د جګړې رسمي راپورونه، د لندن ورځپاڼې او د پارلمان بحثونه ښيي چې میوند یوازې یوه عادي ماتې نه وه. ځینو برېتانوي لیکوالانو دا جګړه «د میوند ناورین» بللې ده، ځکه د برېتانوي پوځ یوه روزل شوې قطعه په څو ساعتونو کې ماته وخوړه او سلګونه پوځیان ووژل شول یا ټپیان شول، همدا ماتې وروسته برېتانیا دې ته اړ کړه چې د کندهار د بېرته نیولو لپاره بېړني پوځي عملیات ترسره کړي.
خو یوه مهمه پوښتنه لا هم پاتې ده؛ که میوند د برېتانوي پوځ لپاره دومره ستره ماتې وه، ولې نن د برېتانیا په ښوونیز نصاب کې ډېر لږ ځای لري؟
ولې د واترلو، سوم او اېلسیم جګړې په پراخه کچه تدریسېږي، خو میوند یوازې په څو کرښو یادېږي؟ ایا دا یوازې د نصاب موضوع ده، که د امپراتورۍ د تاریخي حافظې برخه؟
همدارنګه د ملالۍ د میوند نوم، چې په افغانستان کې د ملي اتلولۍ نښه ګڼل کېږي، په لومړنیو برېتانوي پوځي اسنادو کې ولې ډېر کم لیدل کېږي؟
د میوند جګړه څنګه پیل شوه؟
د ۱۸۸۰ کال د جولای د ۲۷مې سهار، د ایوب خان پوځ د میوند دښتې ته ورسېد، برېتانوي ځواکونه، چې مشري یې جنرال جورج باروز کوله، د افغان پوځ د مخنیوي لپاره له خپلو مورچلونو راووتل. دواړو لورو لومړی د توپخانې ډزې پیل کړې او تر څو ساعتونو د توپونو سخت اور روان و.
برېتانوي افسرانو وروسته په خپلو راپورونو کې ولیکل چې افغان توپخانې د دوی تر اټکل ډېر اغېزمن عمل وکړ، د سختې ګرمۍ، د اوبو د کمښت او پرلهپسې توپچي بریدونو له امله د برېتانوي پوځ لیکې ورو ورو کمزورې شوې.
کله چې افغان ځواکونو مخامخ برید پیل کړ، د برېتانوي پوځ نظم ګډوډ شو، د شا تګ امر ورکړل شو؛ خو ډېر ژر دا منظم شاتګ په عمومي تېښته بدل شو همدا شېبه د میوند د جګړې د برخلیک ټاکونکې لحظه وه.
له همدې امله، برېتانوي نظامي تاریخپوهان نن دا جګړه یوازې د افغانانو د مېړانې پایله نه بولي؛ بلکې د قوماندې، جغرافیې، د توپخانې او د جګړې د مدیریت ګډه ناکامي یې هم ګڼي.
ولې برېتانیا دا ماتې قصدي هېره کړه؟
دا ښايي د میوند تر ټولو جالب اړخ وي ځکه په برېتانوي پوځ کې ګڼې جګړې شته چې نظامي ارزښت یې د میوند تر کچې نه رسېږي، خو لسګونه کتابونه، فلمونه او یادګارونه پرې جوړ شوي دي. برعکس، میوند د برېتانوي تاریخ په ډېرو کتابونو کې یوازې په څو کرښو یادېږي.
د تاریخ یو شمېر څېړونکي باور لري چې امپراتورۍ خپلې بریاوې د ملي ویاړ برخه ګرځوي؛ خو لویې ماتې تر ډېره د عامه حافظې له مخې شاته کوي، څو د نه ماتېدونکي پوځ انځور خوندي پاتې شي.
خو که څه هم د میوند نوم په ښوونیزو کتابونو کې محدود شو، د برېتانوي پوځ په حافظه کې هېڅکله هېر نه شو؛ ځکه د دې جګړې یادګارونه، انځورونه او پوځي اسناد تر نن ورځې ساتل شوي دي.
د ملالۍ؛ نوم ولې په برېتانوي راپورونو کې کم ښکاري؟
د میوند جګړې تر ټولو مشهوره وتلې څېره پېغله ملالۍ ده؛ خو د جګړې په لومړنیو برېتانوي پوځي راپورونو کې یې نوم نه لیدل کېږي.
د دې لامل دا نه و چې ملالۍ شتون نه درلود، بلکې برېتانوي افسرانو خپل راپورونه د پوځ د خوځښت، تلفاتو او نظامي پرېکړو پر ثبت متمرکز کړي وو، نه د افغان ولسي شخصیتونو پر یادولو.
همدا راز انګریزان د خپلو استعماري موخو له مخې په قصدي توګه هم د افغان غازیانو او په ځانګړې توګه د مېرمنو برخه کمرنګه ښيي او یا یې هېڅ یادونه نه کوي.
د ملالۍ په اړه ډېری معلومات د افغان ولسي روایتونو، شفاهي تاریخ او وروسته لیکل شویو تاریخي اثارو څخه را رسېدلي دي، د افغانانو په تاریخي حافظه کې د هغې ځای نه دی بدل شوی. ملالۍ تر نن ورځې د زړورتیا، قربانۍ او ملي مقاومت له مهمو سمبولونو څخه ګڼل کېږي.
میوند څنګه د برېتانیا د جګړې تګلاره بدله کړه؟
د میوند ماتې یوازې د جګړې په ډګر کې نه وه؛ د برېتانیا پر سیاسي او پوځي تګلارې یې هم ژور اغېز وکړ.
لندن وېره لرله چې که ایوب خان کندهار هم ونیسي، د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې ټولې لاسته راوړنې به له خطر سره مخ شي. له همدې امله، جنرال فریډریک رابرټس ته امر وشو چې له کابله تر کندهاره نږدې پنځه سوه کیلومتره چټک پوځي مزل وکړي، دا مزل وروسته د برېتانوي پوځ په تاریخ کې د نولسمې پېړۍ له مشهورو پوځي عملیاتو څخه وشمېرل شو.
خو د میوند بل مهم اغېز تر دې هم لوی و، برېتانوي حکومت دې پایلې ته ورسېد چې افغانستان په مستقیم ډول اشغالول ډېر لګښت او خطر لري. له همدې امله، وروسته یې د بشپړ اشغال پر ځای د غیر مستقیم نفوذ تګلاره غوره کړه؛ هغه سیاست چې د څو لسیزو لپاره د افغانستان په اړه د برېتانیا د پالیسۍ بنسټ وګرځېد.
هغه سپی چې د میوند له جګړې ژوندی راووت
د میوند جګړې یوه له تر ټولو جالبو کیسو څخه د «بابي» په نوم یو سپي ده.
بابي د برکشایر د شپږ شپېتم کنډک له سرتېرو سره و، د جګړې له پای وروسته، ویل کېږي چې سپی د وژل شویو او ټپیانو ترمنځ لیدل شوی و او وروسته له جګړې برېتانیا ته یووړل شو.
د وخت په تېرېدو بابي د میوند جګړې له مشهورو یادګاري کیسو څخه شو او د برکشایر د کنډک په تاریخي روایتونو کې ځانګړی ځای لري. که څه هم د دې کیسې د ځینو جزئیاتو په اړه بېلابېل روایتونه شته، خو په برېتانوي پوځي ادبیاتو کې د میوند له پېژندل شویو یادونو څخه ګڼل کېږي.
هغه برېتانوي سرتېري چې تر وروستۍ سلګۍ یې باجه غږوله
د میوند جګړې بله مشهوره کیسه د برېتانوي پوځ د یوه باجه غږوونکي سرتېري ده.
د برېتانوي روایتونو له مخې، کله چې جګړه وروستي پړاو ته ورسېده او د برکشایر د کنډک پاتې سرتېري محاصره شول، د کنډک باجه غږوونکي خپل ځای پرېنښود او تر وروستۍ شېبې یې د جګړې نغمې غږولې.
که څه هم د دې پېښې ځینې جزئیات د وخت په تېرېدو له ادبي روایتونو سره ګډ شوي؛ خو دا کیسه د برېتانوي پوځ د زړورتیا له مشهورو روایتونو څخه ګڼل کېږي.
«په میوند کې وروستي یوولس سرتېري»
د میوند جګړې تر ټولو مشهور هنري اثر د «په میوند کې وروستي یوولس» تر سرلیک لاندې نقاشي ده.
دا انځور د برکشایر د شپږ شپېتم کنډک وروستي یوولس سرتېري ښيي چې د افغان ځواکونو تر کلابندۍ لاندې تر وروستۍ شېبې جګړه کوي.
دا اثر څو کاله وروسته جوړ شو او د برېتانوي جګړهییز هنر له مشهورو انځورونو څخه وګرځېد.
که څه هم د انځور موخه د برېتانوي عسکرو مېړانه ښودل وه؛ خو په غیر مستقیم ډول یې د افغانانو د بریا ستروالی هم ثبت کړ؛ ځکه د یوه ستر استعماري پوځ وروستي مدافعین انځوروي.
د میوند مډال
له جګړې وروسته برېتانوي حکومت د میوند په جګړه کې د ګډون کوونکو پوځیانو لپاره ځانګړی پوځي مډال هم منظور کړ.
دا مډال هغو افسرانو او سرتېرو ته ورکول کېده چې د میوند په جګړه او د هغې اړوندو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه.
نن هم دا مډال د پوځي یادګارونو او شخصي ټولګو له ارزښتناکو اثارو څخه ګڼل کېږي او د میوند جګړې د سختو شرایطو یاد تازه کوي.
د میوند زمری
که څه هم میوند د برېتانیا په عامه تاریخي حافظه کې ډېر نه یادیږي، خو د هغې تر ټولو لوی یادګار لا هم ولاړ دی.
د برېتانیا د برکشایر په ښار کې د میوند زمري ستر برونزي یادګار د هغو برېتانوي سرتېرو د یاد لپاره جوړ شوی چې په میوند کې ووژل شول.
دا یادګار، چې څو متره لوړوالی لري، د برېتانیا له مشهورو پوځي یادګارونو څخه ګڼل کېږي او تر نن ورځې د میوند جګړې د یوې تاریخي نښې په توګه پاتې دی.
کله چې میوند د شرلاک هولمز کیسو ته ورسېد
د میوند جګړه یوازې په پوځي تاریخ کې پاتې نه شوه، بلکې د نړۍ ادبیاتو ته هم ورسېده.
نامتو انګلیسي لیکوال آرتور کانن ډویل د خپل مشهور ناول «په سرې رنګ کې یوه څېړنه» کې د ډاکټر واټسن د ټپي کېدو ځای میوند ټاکلی دی.
واټسن د میوند جګړې ټپي پوځي ډاکټر وي، وروسته لندن ته ستنېږي او هلته له شرلاک هولمز سره اشنا کېږي.
همدا لامل دی چې د نړۍ میلیونونه لوستونکي، بې له دې چې پوه شي، د شرلاک هولمز د کیسو له لارې د “میوند” نوم لولي.
ولې میوند لا هم د نړۍ د پوځي تاریخ موضوع ده؟
له میوند جګړې نږدې یوه نیمه پېړۍ وروسته هم دا جګړه د تاریخپوهانو او پوځي څېړونکو د پام وړ موضوع ده. د دې دلیل یوازې د جګړې پایله نه ده، بلکې هغه پوښتنې دي چې لا هم د څېړنو موضوع ګڼل کېږي.
د افغان ځواکونو دقیق شمېر څومره و؟ د دواړو لورو د تلفاتو کره شمېر څه و؟ د برېتانوي پوځ د ماتې اصلي لامل د قوماندې تېروتنې وې، که د افغان پوځ ښه تنظیم او جګړهییزه تګلاره؟ او تر ټولو مهمه دا چې، میوند څنګه د برېتانیا د افغانستان په اړه سیاسي محاسبې بدلې کړې؟
همدې پوښتنو میوند د پوځي تاریخ له هغو جګړو څخه ګرځولې چې لا هم د نظامي اکاډمیو، تاریخي څېړنو او ارشیفي مطالعاتو موضوع ده.
میوند؛ د افغانستان له پولو هاخوا
که څه هم میوند د افغانستان د تاریخ یوه مهمه برخه ده؛ خو اغېز یې یوازې تر افغانستان محدود نه شو.
د برېتانوي پوځ د ماتې یادګارونه، د میوند زمری، د «په میوند کې وروستي یوولس سرتېري» مشهور انځور، د «بابي» سپي کیسه، د میوند مډال او د ډاکټر واټسن له لارې د شرلاک هولمز له کیسو سره د دې جګړې تړاو، ټول ښيي چې میوند د برېتانوي پوځي او فرهنګي حافظې برخه هم ګرځېدلې ده.
همدارنګه، د برېتانیا ملي پوځي موزیم، ملي ارشیف او نور تاریخي بنسټونه تر اوسه د دې جګړې اسناد، انځورونه او یادګاري توکي ساتي؛ هغه حقیقت چې ښيي میوند، سره له دې چې په ښوونیزو کتابونو کې محدود یاد شوی، د برېتانوي پوځ لپاره هېڅکله یوه عادي جګړه نه وه.
هغه څه چې لږ پرې پوهېږو
په افغانستان کې د میوند جګړه عموماً د یوې تاریخي بریا، د ایوب خان د قوماندانۍ او د ملالۍ د اتلولۍ له زاویې یادیږي؛ خو د برېتانوي ارشیفونو او پوځي اسنادو لوستل د دې جګړې نور اړخونه هم راښيي.
دا اسناد څرګندوي چې میوند یوازې د جګړې په ډګر کې یوه ماتې نه وه؛ بلکې هغه پېښه وه چې د برېتانیا پوځي تګلاره یې بدله کړه، د پوځ په تاریخي حافظه کې یې ژوره نښه پرېښوده، په هنر او ادبیاتو کې یې انعکاس وموند او تر نن ورځې پورې د پوځي تاریخ د څېړنو برخه پاتې ده.
پایله
د میوند جګړه یوازې یوه پوځي نښته نه وه، بلکې هغه تاریخي بدلون و چې د افغانستان او برېتانیا پر تاریخ یې ژور اغېز پرېښود.
د افغانانو لپاره، میوند د خپلواکۍ، قربانۍ او ولسي مقاومت سمبول شو، د برېتانیا لپاره، دا د داسې پوځ یوه سخته ماتې وه چې ځان یې د نړۍ له پیاوړو پوځونو څخه ګاڼه، همدا جګړه وه چې برېتانیا یې د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې پر بیاکتنې اړ کړه.
له جګړې نږدې یوه نیمه پېړۍ وروسته هم میوند یوازې د افغانستان د ویاړ یوه پاڼه نه ده؛ بلکې د نړۍ د پوځي تاریخ، ادبیاتو او تاریخي حافظې ژوندۍ موضوع ده.
او ښايي د دې جګړې تر ټولو مهم درس همدا وي چې د تاریخ ځینې سترې پېښې یوازې د جګړې په ډګر کې نه پای ته رسېږي؛ د هغو اغېزې په سیاست، پوځي فکر، ادبیاتو او د ملتونو په حافظه کې د نسلونو تر منځ ژوندۍ پاتې کېږي.
مهمې سرچینې
۱. برېتانوي جګړې – د میوند جګړه (۱۸۸۰)
۲. د برېتانیا ملي پوځي موزیم – د میوند جګړې ټولګې
۳. د برېتانیا موزیم – «په میوند کې وروستي یوولس»
۴. د برېتانیا ملي ارشیف – د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې اسناد
۵. د تاریخ د چارو دفتر (د امریکا د بهرنیو چارو وزارت) – د افغانستان تاریخي اسناد
۶. بریتانیکا پوهنغونډ – دویمه افغان ـ انګلیس جګړه
۷. د کمبریج پوهنتون د افغانستان تاریخ
۸. د برېتانوي امپراتورۍ د اکسفورډ تاریخ
۹. دویمه افغان جګړه (۱۸۷۸–۱۸۸۰) – براین رابسن
۱۰. د میوند پر لور لاره – براین رابسن
۱۱. په سرې رنګ کې یوه څېړنه – ارتور کانن ډویل
۱۲. د سمندري ځواکونو د پوهنتون ژورنال – د میوند ملالۍ او د افغانستان تاریخي حافظه
پای


