په کوټه کې د خبریالانو لس ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

0
81

د بلوچستان پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ، انجینرۍ او مدیریت علومو (BUITEMS) کې د خبریالانو لپاره لس ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۲۷مې څخه د اګست تر ۵مې پورې به دوام وکړي.

د دې روزنیز پروګرام موخه دا ده چې خبریالان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د کم عمر ودونو په اړه د دقیقو، بې‌طرفه، اخلاقي او د زیانمنو شویو کسانو د حقونو درناوي ته په پام د راپورونو د چمتو کولو لا ښه وړتیا ترلاسه کړي.

په دې پروګرام کې د بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه خبریالانو ګډون کړی دی. د جوړوونکو په وینا، رسنۍ د عامه پوهاوي په لوړولو او د ټولنیز مثبت بدلون په رامنځته کولو کې مهم رول لري، له همدې امله د خبریالانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د پرانیستې غونډې پر مهال د بوئیټمز پوهنتون مرستیال رئیس ډاکټر خالد حفیظ، د بلوچستان د ښځو د پرمختګ ادارې مشرې سائره عطا او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د بلوچستان مشرې سعدیه عطا ویناوې وکړې. ویناوالو د مسؤلانه خبریالۍ، د علمي ادارو، حکومتي بنسټونو او خبریالانو ترمنځ د همکارۍ، او د ښځو او ماشومانو اړوند حساسو موضوعاتو د اخلاقي او مسؤلانه راپور ورکولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د غونډې په پیل کې د پروګرام مدیرې رابعه خان ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د دې روزنیز پروګرام د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. وروسته د ټولنیزو او صنفي چارو کارپوهې مهر حسین د پروګرام د موخو، جوړښت او زده‌کړیز بهیر په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

دا روزنیز پروګرام د ټولنیز پرمختګ ادارې (SPO) په تخنیکي همکارۍ، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA)، د هالنډ سفارت، د بلوچستان د ښځو د پرمختګ ادارې او بوئیټمز پوهنتون په همکارۍ ترسره کېږي.