د افغانستان په تخار ولایت کې د پخواني جمهوري حکومت یو سرتېری ووژل شو

0
69

راپور: داود جبارخیل

راپورونه وایي، د پخواني جمهوري حکومت یو پخوانی سرتېری، عبدالجبار، د تخار ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، عبدالجبار د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ اوسېدونکی و او شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې، په داسې حال کې چې د ناروغۍ له امله پر بستر پروت و، پرې ډزې وشوې او ژوند یې له لاسه ورکړ.

له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، ګڼ شمېر پخواني پوځیان او امنیتي منسوبین، د غچ اخیستنې او احتمالي ګواښونو له وېرې، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

د بشري حقونو د یو شمېر راپورونو او موندنو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د ۲۰۲۵ کال تر نیمايي پورې لږ تر لږه ۱۱۰ پخواني پوځیان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د عبدالجبار د وژل کېدو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او د پېښې د انګېزې او عاملانو په اړه هم خپلواکې سرچینې کوم تایید شوی معلومات نه لري.