اڅکزی: په کوټه کې د پښتنو قومونو جرګه جوړوو، د خلکو ژوند او مال خوندي نه دي

0
120

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، د بلوچستان د روانو امنیتي پېښو او د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله به د اګست په ۲۹مه، ۳۰مه او ۳۱مه په کوټه کې د پښتنو قومونو لویه جرګه جوړه کړي.

اڅکزي د کوټې په مطبوعاتي کلب کې یوې خبري غونډې ته ویلي، په بلوچستان کې د ناامنۍ له امله د کارګرو، مدافع وکیلانو او قاضیانو د وژل کېدو او د موټرو د سوځولو پېښې رامنځته کېږي، خو د نوموړي په وینا، د دغو پېښو په اړه لازمې پلټنې نه دي شوې.

هغه د زیارت او هنه اوړک پېښو ته په اشارې ویلي، په ځینو مواردو کې خلکو ته د اړتیا پر مهال مرسته او ملاتړ نه دی رسېدلی او حکومت باید د ورته پېښو په اړه وضاحت ورکړي.

نوموړي د پاکستان او سیمې پر روان وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې د ولس د خبرولو او د مهمو پرېکړو په اړه د پارلمان رول کمزوری شوی دی.

اڅکزي همداراز د کشمیر وضعیت ته په اشارې ویلي، هغه کسان چې پر ولسواکۍ باور لري، باید هلته د روانو ستونزو او تاوتریخوالي په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړې چې د دوی د سیمو ځمکې د نورو کسانو په نوم د وېشلو هڅې هم روانې دي او په دې برخه کې باید د خلکو حقونه خوندي شي.

هغه ویلي، د عمران خان د بند درې کاله پوره کېدو په مناسبت به د اګست په ۵مه د «پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» تر چتر لاندې غونډې او لاریونونه ترسره شي.

اڅکزي ټینګار کړی چې د پاکستان د اساسي قانون بیا پلي کېدل د هېواد د ستونزو د هواري لپاره مهم دي او د ده په وینا، ستونزې په زور او وسلو نه شي حل کېدای.