لیکنه : نور اپریدی
لويه پښتونخوا چې د ايشيا د ملا تير ګڼلے شي او اوس وخت کښې په دريو برخو تقسيم کړلې شوې ده ـ يوه حصه ٸې په افغانستان کښې راځي چې بره پښتونخوا ورته وٸيلے شي بله حصه ٸې په خيبر پښتونخوا کښې راځي چې کوزه پښتونخوا بللے شي او دريمه حصه ٸې په نني بلوچستان کښې راځي ـ پخوا به دې ټولې خطې ته پښتونخوا وٸيل کيدل ـ لويه پښتونخوا چې د درو وطن هم ګڼلے او باللے شي او هم د دې درو له لارو اريايان هخامنشيان ، سيتهين ، ساساني ، يفتالي مغل وغيره قومونه د هند په لور حمله آور شوي دي او د هند د ملک و تاج مالکان شوي دي ـ اريايان چې کله مونږ د دوي په مذهبي کتاب رګويد باندې نظر اچوو نو په دې کښې د دې درو او د دې درو سره بهيدونکو سيندونو نومونه په ښکاره ډول راغلي دي لکه کرومو ، ګوماتي ، کوبا ، وغيره چې ښاٸي چې اريايان هم د دې درو او سيندونو په خوا خوا کښې تير شوي دي او د هند زمکه ٸې نيولې ده ـ صرف دومره نه بلکښې د هند له اړخه چې کوم حمله راغلي لکه فيرنګيان نو هغوي هم د کابل د فتح کيدو دپاره د بولان او دره خيبر غوندې درې استعمال کړي دي او بيا ٸې پرې په بقاعده توګه سړکونه هم جوړ کړي دي ـ زما په اند په نړۍ کښې به دومره مشهورې درې نه وي څومره چې د پښتونخوا درې مشهورې او لرغونې دي ـ
د پښتونخوا په درو کښې دغه مشهورې او لرغونې درې دي ـ
1) دره خيبر :
دره خيبر يوه ډېره تاريخي دره ده چې د سنټرل ايشيا له اړخه هر څومره حمله اور قومونه راغلي او په هند باندې حمله اور شوي دي هم په دې لار لاړ راغلي دي ـ په دې لار نه يواځې حمله اور قومونه لاړ راغلي دي بلکښې بدهـ مذهب هم د دې لارې په ذريعه د افغانستان اړخ ته خپور شوے دے چې زمونږ سره ٸې ثبوت په دې دره کښې د بدهـ مت يوه غټه سټوپه ده ـ د دې درې په برکت نن چې په هند کښې د اسلام شمع بليږي نو په دې دره باندې متصوفين يعني بزرګان دين لاړ دي او هلته ٸې د اسلام شمع رڼا کړې ده ـ دا دره ډېر د قديم نه د کاروانونو او حمله اورو د عبور لار وه او اوس هم دې درې خپل اهميت قاٸم و داٸم ساتلے دے ـ په دې دره باندې محمود غزنوي ، محمد غوري ، مغل ، نادر شاه افشار ، احمدشاه ابدالي او داسې نور خلق او قومونه لاړ راغلي دي ـ
2) دره ګومل :
د پښتونخوا وطن دويمه مشهوره دره دره ګومل ده ـ د دې درې ذکر د نن نه څلور زره کاله پخوا د هندوانو مذهبي کتاب رګ ويد کښې د ګومتي يا ګاوماتا په نوم شوے دے ـ په دې وجه مونږ وٸيلے شو چې د نن نه څلور زره کاله پخوا به هم لکه د دره خيبر په شان به په دې دره باندې کاروانونه تلل راتلل او دا لار به د تګ راتګ لار وه نو په دې وجه دا دره هم د دره خيبر په شان يو تاريخي حيثيت لري ـ
3)دره بولان :
دا دره هم يو تاريخي حيثيت لري دا د کندهار او د سند ترمينځ لويه تاريخي دره ده ـ دلته شالکوټ (کوټه ) مشهور ځاے دے ـ په دې دره کښې د اوبو کمے ډېر زيات دے نو په دې وجه په دې دره باندې د کاروانونو تګ رتګ ډېر کم شوے دے ـ سکندر يعني (Alixender ) چې کله خپل وطن ته واپس ځي نو د فوج يوه دسته هم په دې لاره ليږي چې د خلقو نه مالونه لوټ کړي دغه دسته په فارس کښې د سکندر سره ملاويږي ـ انګريزان د دې لارې په ذريعه د افغانستان اړخ ته په 1839ء کښې تير شوي دي او بيا په دويم ځل 1879ء کښې بيا هم په دې دره باندې په افغانستان حمله شوي دي ـ انګريزانو ته چې د دې درې د اهميت اندازه ولګيده نو دلته کښې ٸې يو سړک جوړ کړو ـ
4)دره ټوچي :
دا دره په وزيرستان کښې ده ـ په دې دره باندې هم لښکرې لاړ راغلي دي ـ دا دره نه يواځې د لښکرو د تيريدو لار ده بلکښې په دې لار باندې تجارت هم کيده ـ د دې نه علاوه په دې لار د کوچيانو کډې بيزې هم تلې راتلې ـ
5)دره کرم :
په رګ ويد کښې د يو سيند نوم کرومو دے چې پوهان ترې مراد د کرمې سيند اخلي ـ هم د دې سيند په نسبت دلته چې کومه دره ده هغې ته هم دره کرم واٸي ـ دره کرم د کوهاټ څخه 24 ميله جنوب له ټل څخه پيل کيږي ـ د دې درې په لار د بنو نه کابل 167ميله فاصله لري ـ
دا دره هم لکه د دره خيبر اهميت لري او د قديمه نه پرې کاروانونه تيريږي راتيريږي ـ مورخين واٸي چې ساکا 140 ق م کښې هم د دې درې له لارې بنو ته راغلي دي او بيا مخ پر وړاندې لاړ دي ـ چيني زاٸرين فاهيان او هيون سانګ500ء خواشا هم د دې درې نه تير شو او د ګندهارا په مختلفو سيمو کښې وګرځيدل ـ وٸيلي کيږي چې محمود غزنوي هم د دې درې نه تير شوے دے ـ بېا مغل او انګريزان هم په دې درې باندې لاړ راغلي دي ـ
6) دره کټ ګلا:
دا دره لکه د خيبر ، کرمې ، او بولان په شان نړيوال اهميت نه لري خو بيا هم ذکر کول ٸې دلته اړين دي۔
دا دره په دير کښې په موجوده سړک اته ميله د کلاش او ادينزي سيمه ده تر دې لاندې د غرونو هر لورې ته د ديوالونو په شان راګرځيدلې ده ـ وٸيلي کيږي چې په دې لار سکندر ، محمود غزنوي ، او بابر سوات او پېښور سيمو ته راغلي دي ـ وٸيلے کيږي چې سکندر هم دلته په غشي زخمي شوے وو ـ
7)دره سالنګ :
دا دره په بره پښتونخوا کښې ده چې اوس وخت کښې پرې ټنل هم جوړ شوے دے ـ دا دره د پروان صوبه کښې د جبل سراج لودېځ ته ده ـ چې اوږدوالے 55 کلوميټره لري ـ
د سالنګ په نوم دلته يو سيند بهيږي هم د دې سيند په غاړه چې کوم لاره ده دې ته سالنګ واٸي چې لرغونتيا لري ـ
8) دره ادم خيل :
دا دره د کوهاټ او پېښور ترمينځه پراته ده ـ دا دره خو لکه د خيبر ، ګومل، کرمې په شان نړي وال حيثيت نه لري خو بيا هم د کاروانونو د تګ راتګ لار پاتې شوې ده ـ مغلو او فرنګيانو دا لار ډېره استعمال کړې ده ـ پخوا به په دې لار باندې تګ راتګ ګران وو خو اوس پرې په بقاعده توګه ټنل جوړ شوے دے چې د غاښي هغه پخواني سړک نه استعماليږي بلکښې ټنل استعماليږي او خلک پرې ځي راځي ـ دلته دره کښې اخور نومې کلے دے چې اوس په قوم ياديږي ـ دلته به د بدهـ مت پيروکاران پاتې کيدو ـ اخور يوه ډيرې ده چې د کافرو په ډيرې ياديږي دلته په بقاعده توګه د پخوانې زمانې سيکې به ملاويدے خو اوس وخت کښې نه ملاويږي ـ
د پښتونخوا په درو باندې ما لنډ شان نظر اچولے دے په دې درو باندې بلها کار کيدے شي او د دې درو يخوانے اهميت او په اوس وخت کښې څه اهميت لري هغه په ګوته کيدے شي ـ الله دې وکړي چې څوک دغسې سکالر پيدا شي چې د دې درو په اهميت باندې ښه کار وکړي او خپل پښتون اولس ته ٸې وړاندې کړي ـ


