ويب ډیسک
د جمیعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني د لوی اختر په مناسبت پیغام کې وايي ت.البان هېڅ ډول وړاندیز شوې سیاسي حل لارې ته لېوالتیا نه لري او د افغانستان موثر سیاسي جریانونه او اشخاص باید خپل فعالیتونه لا ډېر پياوړي کړي، ځکه په وینا یې، د روان وضعیت د دوام په اړه غفلت د افغانستان بقا ته نوي ګواښونه پېښوي.
هغه زیاته کړې چې ت.البان په شمالي ولایتونو کې د کډوالو په نامه ترهګر ځای پر ځای کوي او په وینا یې دا یوه مغرضانه پروژه او خطرناکه لوبه ده، چې د افغانستان شخړه به یوه نوي پړاو ته ننابسي.
هغه همدارنګه وايي د افغانستان ځینو سیمو ته د ترهګرو د ډلو لېږدول د سیمې او نړۍ امنیت ته د جدي ګواښ په معنی دي.
رباني له علماوو، لیکوالو او فرهنګیانو هم غوښتي چې د ت.البانو دیني پوهه او کلتوري برداشت وننګوي او د هغوی له لوري د افغانانو د منفي دیني او کلتوري تصویر وړاندې کولو مخه ونیسي.
#Eid2023 #Afghanistan @SalahRabbani


