دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې ځانمرګي بریدونو کې د ملکي وګړو وژنه زیاته شوې...

افغانستان کې ځانمرګي بریدونو کې د ملکي وګړو وژنه زیاته شوې .

ويب ډیسک

‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر(یوناما) وایي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې پورې ۱۰۹۵ افغانان وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، چې افغانستان کې د ت.البانو له بیا واکمنېدو وروسته د ملکي وګړو مرګژوبله کمه شوې خو په لږ شمېر ځانمرګي بریدونو کې زیات شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، د دغو تلفاتو درې پر څلورمه برخه چې ۷۰۱ تنه کېږي په ګڼ مېشتو سیمو کې د عبادت ځایونو، ښوونځیو او بازارونو په ګډون د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د بې توپیره بریدونو له کبله رامنځ ته شوې.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې همداراز د جګړې ناچاودو توکي او هدفي وژنې د تلفاتو یوه بله سرچینه بللې او ویلي یې دې چې ۶۳۹ تنه د ناچاودو توکو له امله وژل شوي او هدفي وژنو کې هم ۱۴۸ تنه ملکي وګړو ژوند بایللی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده موده کې ۹۲ مېرنې او ۲۸۷ ماشومان هم وژل شوي دي. یوناما همداراز زیاتوي چې دې موده کې ډېری بریدونه د دا.عش خراسان ډلې له‌خوا ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یوناما په وینا په ۲۰۱۸ کال کې ۵۰ ځانمرګو بریدونو کې ۷۶۳ تنه وژل شوي ؤ، په ۲۰۱۹ کال کې ۳۱ ځانمرګي بریدونه شوي ؤ او ۲۰۲۲ کال کې بیا ۸ ځانمرګي بریدونه شوي چې ۲۰۵ تنه په کې وژل شوي ؤ.

‎#Afghanistan ‎@UNAMAnews

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه