ویب ډیسک
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د سولې کولو او جګړې پای ته رسولو لپاره باید په اوکراین کې لنډمهالی حکومت رامنځته شي.
پوتین له ډېر وخت راهیسې ادعا کوي چې د زیلینسکي په مشرۍ د اوکراین اوسنی حکومت د خبرو اترو لپاره کوم مشروعیت نه لري؛ ځکه د ۲۰۲۴ کال په می کې د هغه کاري موده پای ته رسېدلې ده.
اوکراین تازه غبرګون نه دی ښودلای خو له دې وړاندې زیلینسکي ویلي وو چې د جګړې پر وخت دغه هېواد کې د ټاکنو امکان نشته او نه هم د اوکراین اساسي قانون په داسې مهال د انتخاباتو اجازه ورکوي.
که څه هم پوتین ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په صادقانه توګه غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو د روسیې شرطونو له امله اروپا او امریکا ویلي وو چې سوله نږدې نه ښکاري.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند بیا په اوکراین کې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنې غبرګون کې ویلي، چې د اوکراین خلک او اساسي قانون د دغه هېواد حکومت ټاکي.
# #World #Ukrian #Russia #US


