دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان خارجه وزیر،سیمې او نړۍ سره د حکومت تعماملات ښه لوري ته...

افغان خارجه وزیر،سیمې او نړۍ سره د حکومت تعماملات ښه لوري ته روان دي.

ويب ډيسک

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، کابل کې د جاپان سفیر سره کتنه کې ویلي، چې سیمې او نړۍ سره د طالبانو تعماملات ښه لوري ته روان دي.

تاکویوشي کورمایا سره کتنه کې متقي ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت متوازن او نورو ته د ضرر نه رسولو سیاست پر بنسټ ټولو لوریو سره «ابرومندانه» اړیکې غواړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، کتنه کې د جاپان سفیر د طالبانو له لوري ټینګ شوی امنیت او نشه يي توګو سره مبارزه ستایلې او پر دوه اړخیزو اړیکو پراختیا یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر داسې مهال سیمې او نړۍ سره د اړیکو او تعاملاتو پراختیا ادعا کوي، چې حکومت یې تراوسه د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

کارپوهان وايي، طالبان چې د ټولګډونه حکومت جوړولو او د واک له انحصاره د راوتلو له لارې کورنی او بهرنی مشروعیت ترلاسه نه کړي، نړۍ ورسره رسمي سیاسي اړیکې نه جوړوي.
# #Afghanistan #Kabul #Japan #Politics

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه