سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنن اوومه ورځ ده چې لا هم د تورخم دروازه د پاکستاني...

نن اوومه ورځ ده چې لا هم د تورخم دروازه د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې ده.

ويب ډيسک

اسوشیټیډپرس راپور ورکړی، چې دواړو غاړو ته ۵۰۰۰ په سوداګریزو توکو بار لارۍ بندې پاتې دي او سلګونه مسافر چې ښځې او ماشومان پکې دي، ایسار دي.

راپور کې راغلي، چې د تورخم تړل کېدو دواړو غاړو ته سوداګري او د خلکو تګ راتګ سخت زیانمن کړی دی.

تورخم د فبروۍ په ۲۱ مه پاکستاني لوري هغه مهال وتړه، چې په وینا یې افغان حکومت غوښتل فرضي کرښې ته څېرمه نظامي تاسیسات جوړ کړي.

له دې وړاندې په تورخم کې د افغان چارواکو له پاکستاني لوري سره مذاکرات کړي وو، خو بې پایلې پای ته رسېدلي وو.

تورخم کې سلګونه مسافر، ناروغان او سوداګر له دواړو غاړو غوښتنه کوي، چې د سیاسي موضوعاتو له امله دې سوداګرۍ او تګ راتګ ته ستونزې نه جوړوي.

یو شمېر افغان چارواکو اسوشیټیډپرس سره خبرو کې ویلي، چې د یادې ستونزې د حل په هڅه کې دي.

تورخم دروازه له دې وړاندې هم په ځلونو د دواړو لوریو د خپلمنځي مسایلو له امله تړل شوې، چې د سوداګرو په وینا میلیونونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه