ويب ډيسک
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان پټې ادارې خلک پخپله فساد کوي، د هغوی دوسیې جوړوي او بیا واک د دوی په لاس کې ورکوي.
نوموړي دا څرګندونې په اسلام اباد کې د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې د غورځنګ له خوا جوړ شوي دوه ورځني ملي کنفرانس ته وکړې.
د پاکستان تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي پاکستان ګوند په ګډون د اپوزیسیون ګوندونه د «د اساسي قانون د حاکمیت او قانون حاکمیت» په نوم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
خو د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند په دې کنفرانس کې برخه نه لري.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، هېڅ هېواد له استخباراتي ادارو، ځواکونو او د یوه مستقل نظام پرته چې د خلکو په خوښه وي، فعالیت نه شي کولی.
د هغه په وينا، استخباراتي ادارې د هېواد سترګې او غوږونه دي، چې د سياسي بنسټونو لارښوونه کوي او د همدې لارښوونې په رڼا کې پرېکړې کېږي.
«له بده مرغه زموږ استخباراتي ادارې پخپله فاسد خلک جوړوي، دوسیې جوړوي او بیا د پاکستان مشري د دوی په لاس کې ورکوي.»
هغه وویل، «دا ترکیب چې زموږ ملګري یې کاروي، په شوروي اتحاد کې ناکام شو.»


