یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو د روزنې لپاره هند ته د افغان سرتېرو د لېږلو  لېوالتیا...

طالبانو د روزنې لپاره هند ته د افغان سرتېرو د لېږلو  لېوالتیا ښودلې 

راپور : محب الله

د افغانستان د دفاع وزیر ملا یعقوب چې د طالبانو د بنسټګر ملا عمر زوی دی، هند ته د پوځي زده کړو لپاره د افغان پوځیانو د لېږلو لېوالتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوي په دې کې کومه ستونزه نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې د هند له نیوز ١٨ ټلویزیوني چینل سره په ځانګړې مرکه کې وکړې کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا طالبان غواړي خپل پوځي افسران هند ته د پوځي روزنې لپاره واستوي؟

ملا يعقوب وویل “هو، موږ په دې کې کومه ستونزه نه وینو”. د افغانستان او هند اړیکې پیاوړې کیږي او د دې لپاره به زمینه برابره کړي.

کله چې وپوښتل شول چې ایا د افغانستان اوسنی رژیم غواړي له هند سره نږدې دفاعي اړیکې ولري، ملا یعقوب وویل لومړی دوی غواړي چې د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره پیاوړې ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.

کله چې موږ په ګډه سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ولرو، نو بیا به موږ دفاعي اړیکو ته چمتو یو. نه به ورسره کومه ستونزه وي او نه به یې کومه ستونزه وینو.»

ملا يعقوب له نورو هېوادونو سره د خپل هېواد د اړيکو په اړه وويل، چې دوى د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند په ګډون له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي.

یاد دې وي د افغان حکومت يو لوړپوړي پلاوي د تيرې يوې مياشتې راهيسي په هند کې دی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه