ويب ډیسک
ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل وایي، د ویانا کنوانسیون د دویمې مادې پر اساس، د هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځته کول د دوهاړخیز توافق پر اساس کېږي.
ښاغلي صیقل زیاتوي چې د طالبانو حکومت نامشروع دی او له دې توافق پرته سفارتونو ته لاسرسی نه شي پيدا کولای.
محمود صیقل ویلي، په اوسني وضعیت چې طالبان هېڅ کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري، د دوی له لوري دیپلوماتانو په توګه بهر ته د خپلو غړو لېږل د یاد کنوانسیون له ځینو نورو مادو سره هم په ټکر کې دي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې ایران او ترکیې کې د افغانستان سفارتونو ته طالبانو خپل استازي معرفي کړي.


