ويب ډیسک
هندي ټریبیون رسنۍ خبر ورکړی، چې طالبانو په دوو لویو ښارونو کې د امیدوارۍ ضد درملو پر پلور بندیز لګولی او دا یې د مسلمانانو د نفوس زیاتېدو د مخنیوي لپاره د لویدیځ توطیه بللې ده.
خبر زیاتوي چې طالبان کور په کور ګرځېږي، قابلې ګواښي او درملتونونو ته لارښوونې کوي چې د امیدوارۍ د مخنیوي درمل ځان سره ونه ساتي.
يادې رسنۍ کابل کې د دوو درمل پلورونکو له قوله لیکي، چې طالبان څو ځله درملتونو ته ورغلي او هغوی یې د دې درملو له پلوره منع کړي دي.
یو کس یادې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې طالب قومندان ورته ویلي ؤ، “تاسې د نفوس د کنټرول په اړه د غربي نظریې د رواجولو اجازه نه لرئ.”
طالبان چې پر کابل له واکمنۍ مخکې یې د خپلو فعالیتونو په سیمو کې د پولیو پر واکسینو هم بندیزونه وضع کړي ؤ، دا لومړی ځل دی چې د امېداورۍ د مخنیوي پر درملو هم بندیز لګوي.


