دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلغاریه :یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان...

بلغاریه :یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندلي دي.

ويب ډیسک

بلغاریایي چارواکو وایي، پلازمېنې صوفیا تر څېرمه یې یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندلي دي.

د معلوماتو له مخې دغه کډوال چې په ناقانونه توګه لارۍ کې لېږدول کېدل د سړې هوا، اکسیجن او خوارکي توکو نشتون له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلغاریا روغتیا وزارت ویلي دي چې د پنځو ماشومانو په ګډون ۳۴ نور کډوال روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

چاروکو منلې چې په دې تړاو يې څلور تنه نيولي دي.

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمېدو وروسته ناوړه اقتصادي وضعیت او د محدودیتونو دوام ګن شمېر خلک ګډوالۍ ته اړ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه