ويب ډیسک
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان څانګې د بدخشان ولایت په یوه کلي کې د تنفسي ناروغۍ له امله د ۱۷ کسانو د مړینې او د ۹۷ پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی. دغې بنسټ تېره ورځ ناوخته پر خپل رسمي ټویټر خپور کړی دی.
په دغې خبر کې راغلي، چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ په پامیر کلان کلي کې د حاد تنفسي ناروغۍ له امله ۱۷ کسان مړه او ۹۷ کیسونه ثبت شوي او دا شمېرې د جنورۍ تر ۲۶ ثبت شوي دي.
روغتیا نړیوال سازمان په خپل ټویټ کې ویلي، په دې برخه کې له ځايي چارواکو ملاتړ کوي. تر اوسه د بدخشان له پاره د طالبانو ادارې ځايي چارواکیو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا راپور داسې حال کې ورکړل شوی، چې وروستۍ اونۍ پر افغانستان د هوا سړه څپه راغلې، چې ورسره تنفسي ناروغي هم مل ده. د دې ترڅنګ د سړې هوا له کبله د انسانانو او څارویو د مړینې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، افغانستان کې د سړې هوا او یخنۍ له امله نیږدې یوه میاشت کې د مړو شوو کسانو شمېر ۱۶۰ ته لوړ شوی دی.


