ويب ډیسک
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لیز ټریس د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې ځینو کسانو د خوراکي توکو د پیرود لپاره د بدن غړي خرڅول او راپورونه یې خورا “د خطر وړ دي”.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو د احتمالي مړینې د راپورونو په تعقیب اعلان کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره په خپلو مرستو کې ۱۰۰ میلیونه پونډه اضافه کړي دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره دغې څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې سکای نیوز د افغانستان د ورستیو حالاتو راپور ورکړئ و.


