دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتونخوا ملي عوامي ګوند په لسو ورځو کې د ننه دومه کانګره...

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په لسو ورځو کې د ننه دومه کانګره علتونه يي څه ډي

پښتو جرنل

پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د اختلافاتو رابرسېره کیدو نه وروسته د ګوند دومه کانګره نن د کوټې ایوب لوبغالي کې پیلېږي چې یاده کانګره به دوه ورځې دوام ومومي یاد دې وي چې یاده کانګره د مرکزي کميټي غونډې وروسته رابلل شوې د کمیټي غونډه تېره میاشت په کچلاغ کې ترسره شوه په ایوب لوبغالي کې راونې کانګرې کې به د ګوند مرکزي چیئرمین ،ایالتي مشران او اجرایه کمیټۍ او نورې ایالتي او مرکزي کميټي ټاکل کیږي.

خو بل لور ته د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزی د تېرې میاشتې مرکزي غونډه د ګوند د آئین ضد بللې او محمود خان اڅکزي په دې هکله د ګوند په مرکزي دوتر کې یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په یاده کمیټي کې ګډون کوونکي له ګوند نه وو ایستل او هغه نه ورورسته يي کانګره اعلان کړه کومه چې د روانې مياشتې په ۱۹ او ۲۰مه نیټه د کوټې د سائنس پوهنځی په لوبغالي کې ترسره شوه په یاده کانګره د ګوند مشر محمود خان اڅکزی وټاکل شو او له دې سره سم د پاکستان د څلورو ایالتونو مشران او اجرایه کمیټیانې وټاکل شوې .

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خپلمنځي اختلافاتو په ټولنيز رسنیو بېلابېلو بحثونو راپورته کړي او ویل کېږي چې د ګوند دواړه ډلې د ګوند واکداران بولي او د ګوند بیرغ او ټاکنیز نښه خپله نښه بولي په دې هکله د ګوند مشر تېره ورځ د کوټې د سائنس پوهنځی کې یوه غونډې ته وینا په مهال وويل چې د ګوند غړي دې بې غمه وسي د دوي بیرغ او نښان هیس څوک هم نه سي وړي خو بل لور ته يي د ایالت د یو څو قاضیانو او وکیلانو ته ګوت څنډنه وکړه چې دوي دې د ګوند په چارو کې لاسوهنه نه کوي .

د يادونې وړ ده چې له دې مخه د محمود خان اڅکزی ضد ډلې د پاکستان ټاکنیز کمیسیون ته درخواست ورکړه وو چې ټاکنیزه نښه دې دوي ته ورکړول شي خو ټاکنیز کمیسیون دا پریکړه ځنډولې په دې هکله د بلوچستان ایالت اسمبلۍ غړي نصرالله زیرې يوې غونډې ته د وینا په مهال وویل چې ټاکنیز کمیسیون ته پاس لخوا زنګ وویل شوي ده چې دا پریکړه وځنډوه .

یادې وي چې مختیار یوسفزي يوې غونډې ته وینا په مهال وويل چې محمود خان اڅکزی د ډسمبر ۲۸ مه نیټه پورې زمونږ مشر ده له دې خبرې دا څرګندیږي چې روانه کانګره کې دوي د ګوند نوی مشر ټاکي او له دې سره سم به په یوه وخت کې دوه مشران وي شنونکي وايي چې د قامپاله ګوند لپاره دا ده ښه سباؤن زیری نه ده

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه