دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله هېواده د خیريه بنسټونو وتل به جدي پايلې ولري

له هېواده د خیريه بنسټونو وتل به جدي پايلې ولري

ويب ډیسک

د جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د طالبانو لخوا په کورنيو او نړيوالو غير دولتي مؤسسو کې د ښځو کاري بنديز ته په غبرګون کې ويلي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا باید په ټول ځواک سره طالبان دې ته اړ کړي چې د سولې تړون پر ژمنو عمل وکړي.

ښاغلي اتمر وويل، د ژغورنې نړيواله کميټه او نورې هغه مؤسسې چې د طالبانو لخوا پر ښځو د کاري بنديز غبرګون کې يې فعاليتونه افغانستان کې وځنډول، ترټولو اغېزناک او معتبر خيريه بنسټونه دي.

هغه زياته کړې، له افغانستانه د يادو بنسټونو وتل به جدي پايلې له ځان سره ولري او طالبان د دې کړنې مسؤل دي. د يادو بنسټونو له مشرانو غوښتنه کوم، چې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي. طالبان به دې کړنې ته اهميت ورکړي او خپل تصميم کې به بدلون راولي؟ په ډېر احتمال سره چې نه! د دې کار په پايله کې به ميليونونه افغانانو ته زيان ورسېږي؟ يقينا چې هو! قربانيانو ته سزا ورکول ظالم ته سزا نه ورکول دي!

د جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير د افغانستان پر مشرانو، سياسي او مدني خوځښتونو غږ کړی، چې افغانان سره يو موټی او بسيج کړي څو د ښځو ترڅنګ ودرېږي، له اساسي حقونو او ازاديو ساتنه وکړي او قانوني حکومت او تلپاتې سولې رامنځته کړي.

د هغه په وينا، موږ نه شو کولای يوازې کښېنو او د دې تمه ولرو چې نور دې هغه کار چې موږ يې بايد وکړو، راته ترسره کړي!

د طالبانو له لوري په کورنيو او بهرنيو غيردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بنديز په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه