دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد قامي امن جرګې اعلاميه :پاکستان دې د نړیوالو طاقتونو تر منځ...

د قامي امن جرګې اعلاميه :پاکستان دې د نړیوالو طاقتونو تر منځ روانې شخړې کې بې طرف پاتې شي

پښتو جرنل

پېښور په باچا خان مرکز کې د عوامي نيشنل ګوند لخوا د قامي امن جرګې په نوم جرګه راوغوښتل شوې وه په کوم کې چې د بېلابېلو ګوندونو تر څنګ قامي مشرانو او پوهانو په کې ګډون وکړ .

د جرګې اعلاميه د یاد ګوند ایالتي مشر میا افتخار په يوې مطبوعاتي غونډې کې وړاندې کړه .

نیا افتخار وويل چې عوامي نېشنل ګوند تل د دې سیمې د امن، جمهوریت او اییني حقونو لپاره غږ پورته کړی دی. په وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو خلک له سخت وېرې سره مخ کړي دي. عوامي نېشنل ګوند د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړي دي. زموږ مشران، منتخب استازي او عام کارکوونکي شهیدان شوي دي. د دې وروستۍ بیلګه مولانا خانزیب دی چې د امن پر لاره یې خپل ژوند قربان کړ. په داسې حالاتو کې چې د ترهګرۍ سیوری خپور شوی، د قامې امن جرګې جوړېدل ضروري و.

میا افتخار د جرګې اعلاميه ۲۸ نقطې بیان کړې کوم چې څه داسې دي

۱. قامې امن جرګه مولانا خانزیب ته د پښتون قام او د دې خاورې ملي شهید لقب ورکوي او له مرکزي حکومت نه غوښتنه کوي چې د پاکستان د سپریم کورټ د یو جج په مشرۍ یو عدالتي کمېسیون دې جوړ کړي، تر څو د دې دردناکې پېښې ذمه وار معلوم کړي.

۲. جرګه له ټولو سیاسي ګوندونو نه غوښتنه کوي چې یوه جرګه دې جوړه کړي چې له پوځ سره د پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو د امن په اړه سنجیده خبرې وکړي، او دا پیغام ورکړي چې دا سیمه نور د بدامنۍ زغملو توان نه لري. پښتون قوم د نړیوالو جګړو قرباني نشي کېدای او د ریاست داسې تګلاره به ونه مني.

۳. جرګه پرېکړه وکړه چې د روانې بدامنۍ پر ضد د احتجاجونو لپاره د ټولو ګوندونو له مشرانو او مشرانو نه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، چې په اسلام آباد یا راولپنډۍ کې د احتجاجي پرلت اعلان وکړي.

۴. جرګه غوښتنه کوي چې د ایین اتلسمه ترمیم دې په بشپړ ډول عملي شي او پر ضد یې روانې سازشونه دې ودرول شي. د هر پنځو کلونو وروسته د NFC ایوارډ اعلان اییني اړتیا ده، جرګه د دې سمدستي اعلان غواړي.

۵. جرګه د هر ډول تاوتریخوالي مخالفت کوي، که د هرې خوا او هر نوم لاندې وي. همداراز، د ترهګرو تر منځ د “ښه” او “بد” تقسیم دې پای ته ورسېږي. ټولې ترهګرې ډلې او مرکزونه دې له منځه یووړل شي.

۶. جرګه باور لري چې ریاست باید د جګړې پر اقتصاد او تګلارو بس کړي، او هر ډول وسله والو ډلو ته ملاتړ ورکول بند کړي. د ۲۰۱۴ ملي عمل پلان (NAP) ټول نکات دې عملي شي.

۷. جرګه غوښتنه کوي چې د ۲۰۱۹ راهیسې نافذ شوی غیر انساني قانون “Action in Aid of Civil Power” دې ژر تر ژره ختم شي، ورک شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې شي او جبري تري تم کول دې جرم وګرځول شي.

۸. په پښتونخوا او په ځانګړې توګه په ضم شوو سیمو کې ټول واکونه دې مدني ادارو ته وسپارل شي او د قانون نافذولو واک دې پولیس ته وسپارل شي.

۹. جرګه د پښتنو پر خاوره یوه بله نیابتي جګړه ردوي.

۱۰. بدامني د یو شمېر کسانو د عاید سرچینه ګرځېدلې، دا لاره دې بنده کړل شي او دا عناصر دې عدالت ته راکش کړل شي.

۱۱. د ترهګرۍ او عملیاتو له امله ویجاړ شوی زیربنا دې ورغول شي او بې ځایه کړل شوي خلک دې خپلو سیمو ته بېرته ستانه کړل شي.

۱۲. د ترهګرۍ له امله پښتنو ته تر ټولو زیات زیان رسېدلی. د ګڼو پوځي عملیاتو باوجود ترهګرې ډلې بیا منظمې شوې دي. دا عمل دې سمدلاسه ودرول شي او ټولې شخصي وسله والې ډلې دې ختمې کړل شي. د پښتنو تحفظ دې یقیني کړل شي او له غیراییني ګامونو نه دې ډډه وشي.

۱۳. د تېر وخت د پوځي عملیاتو له امله چې کوم زیان شوی، ریاست دې دا خساره پوره کړي. متاثره خلکو ته دې معاوضه ورکړل شي، د روزګار موقعې دې برابرې شي. له باجوړ نه تر وزیرستان او له چمن نه تر چتراله، د پښتنو بازارونه، کورونه او ملکیتونه تباه شوي، دا تاوان دې زر تر زره پوره شي.

۱۴. پاکستان دې د نړیوالو طاقتونو تر منځ روانې شخړې کې بې طرف پاتې شي او له بهرنیو جګړو دې ډډه وکړي.

۱۵. جرګه غوښتنه کوي چې پاکستان دې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب اړیکې ولري تر څو سیمه‌ ییز امن، تجارت او سوکالي یقیني شي.

۱۶. له افغانستان سره ټول تجارتي لارې دې ژر او تل پاتې پرانېستل شي او د دې انتظام دې د پښتونخوا واک ته وسپارل شي.

۱۷. د ولسي واکمني یقیني کول پکار دي، چې لپاره یې منتخب پارلمان ته د ټولو پالیسیو محور جوړول ضروري دي، او د غیردیموکراتیکو ادارو مداخله دې ختمه شي.

۱۸. وفاق دې د پښتونخوا ټول پاتې شوني بقایاجات ادا کړي. د نوي NFC ایوارډ اعلان دې وشي، چې له مخې ضم شوو ضلعو ته ۱۰۰ ارب روپۍ، هر ضلع کې یوه پوهنتون او د لسو کلونو لپاره د ټیکس معافي ورکړل شي.

۱۹. د ضم شوو ضلعو پرمختیایي او اداري واکونه دې منتخب استازو او مدني ادارو ته وسپارل شي.

۲۰. د انضمام مخکې شوي معاهدې له مخې دې ۲۲ زره خاصه دار اهلکاران بېرته مقرر کړل شي.

۲۱. په ضم شوو ضلعو کې د ښځو د تعلیم کچه یواځې ۳ فیصده ده، نو دې سیمو کې دې د ښځو لپاره تعلیمي ادارې جوړې کړل شي.

۲۲. د بېرته میشتېدو او شخصي املاکو لپاره دې سروې وشي، او د معاهدې له مخې سړکونه، روغتونونه او کالجونه دې بېرته ورغول شي.

۲۳. ۳G، ۴G او د موبایل خدمتونه دې سمدستي بحال کړل شي.

۲۴. چیک پوسټونه، چې د ولس لپاره عذاب ګرځېدلي، ژر تر ژره دې ختم کړل شي.

۲۵. د زمکو ریکارډ دې ژر تر ژره ډیجیټل کړل شي.

۲۶. د ضم شوو ضلعو لپاره مختص میډیکل او انجینیرنګ کوټې دې عملي شي او د لوړو زده کړو سکالرشپونه دې بېرته بحال شي.

۲۷. د فرنټیر کانسټیبلري (F.C) په اړه لومړنی حق د خیبر پښتونخوا ولس لري. F.C ته د وفاق تابع کول ظلم دی او د قبایلي خلکو په حقونو برید دی.

۲۸. وفاق کې میشتو وړو قومونو سره د کلونو راهیسې روان محرومیت او استحصال دې پای ته ورسول شي. د ایین ۱۸م ترمیم له مخې ورکړل شوي واکونه دې پرته له خنډه صوبو ته وسپارل شي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه