ویب ډیسک
د پنجشنبه په ورځ په افغانستان کې ملګرو متلونو، د یاد سازمان د عمومی سرمنشي د انرژۍ د نوي پړاو او د فوسیلي سوند توکو څخه نوي کیدونکي انرژۍ ته د عادلانه لیږد لپاره د غوښتنې، هرکلی وکړ – داسي یو لیږد چې د اقلیم بدلون په لومړۍ کرښه کې، د افغانستان په څیر هیوادونو لپاره به خورا مهم وي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیال، او د بشري چارو مقیم همغږي کوونکې اندریکا راتواته وویل: “د افغانستان اقلیمي بحران یو لرې ګواښ نه دی – همدا اوس پیښیږي، ژوند، معیشت، او طبیعي سیسټمونه چي ټول خلک پري اتکا کوي، اغیزمن کوي.”
هغه زیاته کړه: “نړۍ بايد د عمومي منشي له خوا د انرژۍ د مثبت بدلون لپاره له فرصت څخه ګټه پورته کړي. د اقدام نکولو پايلې به نه يوازې د افغانانو لپاره، بلکې د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره هم ناوړه پايلې ولري.”
راتواته د افغانستان د اوږدمهاله انرژۍ خوندیتوب د ودي لپاره د نوښتونو هرکلی هم وکړ، او د نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې یې، د پانګونې د زیاتولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوټیرش د اقلیم د ویجاړۍ او ګډوډۍ په منځ کې د راڅرګندېدونکي یو هیله بښونکي روایت په اړه د “انرژۍ د نوي پړاو” تر عنوان لاندي تمرکز وکړ. هغه د فوسیلي سوند توکو څخه د نوي کیدونکي انرژۍ ته د عادلانه لیږد لپاره یوه قانع کونکې او شواهدو پر بنسټ قضیه تشریح کړه – او د هغو پراخو ګټو په اړه يي وینا وکړه چې خلک او اقتصادونه به تري برخمن شي.
راتواته وویل: “د اقلیم د بدلون د لومړۍ کرښې قرباني په توګه، د افغانستان راتلونکی به په لویه کچه د انرژۍ په نړیوال انقلاب پورې اړه ولري.”
افغانستان د لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او بشري ناورینونو له امله ویجاړ شوی، او د نړۍ د هغو لسو هیوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله خورا زیان منونکي دي – شدید او پرله پسې وچکالۍ، غیر منظم اورښتونه، سیلابونه او د اوبو کموالي، هیواد یي خورا اغیزمن کړی دۍ.
د هیواد کمزوري زیربناوې او د باور وړ انرژۍ ته محدود لاسرسی، اوس مهال د نفوسو د فشارونو لکه لسګونو زرو افغان راستنیدونکو ورځني راتګ له امله، نور هم زیات شوی دی.
په ځواب کې، ملګري ملتونه او شریکان يې د اوبو خوندیتوب او فعاله زیربنا، د پاکې انرژۍ لیږد، د ځمکې او ایکوسیستم بیارغونه، او د ناورین د خطر کمولو او د ټولنې انعطاف په برخو کې د اقلیمي بدلون د اغیزو کمولو او تطبیق لپاره، د افغانانو سره د مرستې لپاره هڅې ګړندۍ کوي.


