دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کجکي بند پروژه څه ګټې لري

د کجکي بند پروژه څه ګټې لري

لیکنه :خان محمد تکل

د کجکي د ملي پروژې د یوې برخي چې د ۱۰۰ میګاواټه نورې بریښنا تولید دی په تکمیل یي د افغانستان درانه ملت ته د زړه له تله مبارکې وړاندی کوم.
ولی د پروژې اساسی کار چې د پارچاوې جوړول، د دهراود، غورک او کجکی د اولسوالیو د هغه برخو استملاک دي، چې د بند په کاسه کې د ډیرو اوبو د ذخیره کولو په وجه متضرر کيږي، کورونه مځکې یی تر اوبو لاندي کیږي لا پاته دي.
يوځل بیا پر مربوطه مسؤلینو باندي ږغ کوم چې دا چاري هرڅومره ژر کیږي، تر سره کړئ.

په دی هکله می د نن څخه شپږ میاشتې مخکې،لاندی لیکنه د مسؤلینو د توجو لپاره کړې وه

د اوسنی نظام مشران او اړونده وزارتونه او ادارې دې د دې پروژې د استملاک او تصفیې پاته چارې چې مونږ په ډیرو ستونزو او د امنیت په نه شتون کې ترسره کړی وې بشپړې کړي.
د استملاک د پروسې د نه بشپړیدلو په صورت کې د پروژې اساسی کار چې د پارچاوې جوړول دي د ځنډ او خنډ سره مخ کوي چې په هغه صورت کې به د اوبو اعظمی استفاده د بریښنا او کرنې لپاره نه ترسره کیږي.
د خلکو د اسکان مجدد لپاره مونږ په ډیر مشکل او د وخت د امنیتی مشکلاتو سره سره وتوانېدلو تر څو د دوئ لپاره نوې ځمکه او کانالونه سروې کړو او دوئ هلته میشت کړو تر څو د دوئ خوښي د همدی سیمې لپاره ترلاسه کړو او په دی هکله د نهرسراج د خلکو رضایت هم تر لاسه کړو. د دې کار لپاره مو په لسهاو مشورتی غونډې د نهرسراج او دهراود د میشتو خلکو سره تر سره کړلي او په دی وتوانیدلو تر څو د نهرسراج کانال سروي او ډیزاین تر سره کړو.
په دې اړه زما وړاندیزونه:
۱- د تصفیې او استملاک پاته چارې دې د اوبو او بریښنا وزارت د اراضي د ادارې سره بغیر له کومه ځنډه عاجل پيل کړي. ځکه دا چاره کوم خاص مالي لګښت ته اړتیا نه لري او یواځې ښه مدیریت او تدبیر ته اړتیا ده.
۲- دا چې د کانال د سربند ډیزاین تکمیل او قرارداد یې هم هغه وخت د ملي تدارکاتو د کمېسون له خوا ملي پراختیا شرکت ته ورکړل شو باید چارې یې عاجل پيل شي ځکه د پروژی یوه اندازه پیسې هم د هلمند ساختمانی شرکت سره موجودي دي.
۳- د کانال د پاته برخو دمالی د تمویل لپاره دې د اوسني نظام یا د مالې وزارت څخه پیسې ترلاسه کړي او یا دې د اسکان مجدد څخه په همدې ساحه کې پاته ځمکه د یو خاص میکانیزم له لارې پر خلکو وه پلوري او په پیسو دې همدا پروژه تکمیل کړي.
۴- دا چی دا کانال د لښکرګاه تر درواهي پورې رسیږي د زراعت د اوبو په شمول مو د صنعت لپاره کافي د اوبو مقدار په نظر کې نیولی دی او د لښکرګاه درواهی سیمه د ستراتیژیک موقعیت له اړخه د کندهار، هرات، نیمروز، فراه او ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د ټولو بندرونو سره د وصل نقطه ده او د همدي سیمې څخه د ټاپ، ټاپي او د ریل ګاډي مسیر هم تیریږي چې یو ځانګړی اهمیت لري او دغه سیمه کې مونږ د برښنا د تقسیم موجوده ایستېشن لرو او په راتلونکې کې د داخلی او دایمي برښنا څخه برخمنه سیمه ده. دا سیمه باید په یو ملي صنعتي پارک بدله شي، ځکه راتلونکو کلونو کې کندهار د صنعتی فابریکو لپاره اوبه نه لري. همدارنګه هرات هم د اوبه د صنعت لپاره کافي اوبه نه لري او دوئ اوس د صنعت لپاره د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده کوي چې دا سرچینې دایمي نه دي او کېدای شي چې ډیر ژر د يوې لوې ستونزې سره مخ شي. د دې سیمې لپاره يواځینی بدیل همدا نقط ده هیله ده چی د عمل لپاره وخت ضایع نشي او عاجل ور باندی کار پيل شي.
د دې پورته وړاندیزونو په عملي کولو سره به هم د کجکې پروژه بشپړه شي او تر څنګ به یې ډیر نور فرصتونه هم ایجاد شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه