یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان بهرنیو چارو وزیر د قطر سیال سره د پاکستان او افغانستان...

افغانستان بهرنیو چارو وزیر د قطر سیال سره د پاکستان او افغانستان په وسني وضعیت په اړه خبرې کړې

ویب ډیسک

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، له خپل قطري سیال، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د ټیلیفون له لارې پر سیمه‌ییزو موضوعاتو، او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.

سرچینه زیاتوي، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي چې قطر د تاوتریخوالي کموالی غواړي او څرګنده یې کړه چې د وروڼو هېوادونو ترڅنګ ولاړ دی او د فرصت له رامنځ ته کېدو سره مثبت رول لوبولو ته چمتو دی.

یاد وزارت لیکلي، د قطر د دولت وزیر د مسایلو پر اساسي حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د مسایلو د حل لپاره له اړوندو هېوادونو سره په همغږۍ د خپلو هڅو پر توحید بوخت دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه