ويب ډيسک
د مظلوم اولسي غورځنګ مرکزي ویاند نعمت الله خان لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د پاکستان او افغان ترمنځ روانه کشيدګي او احتمالي جګړه د هېڅ ستونزې حل نه دی، بلکې خپله يوه جدي او خطرناکه ستونزه ده. جګړه تل تباهي، کرکه او بې ثباتي زېږوي، او تر ټولو زيات زيان يې بې ګناه ولس ته رسېږي.
پاکستان او افغانستان دواړه ورور اسلامي هېوادونه دي. د دواړو ترمنځ شته اختلافات يوازې د با مقصد خبرو اترو، سفارتي اړيکو او متقابل درناوي له لارې په دوامداره او معقول ډول حل کېدای شي. د زور کارول به په سيمه کې لا زياته ناامني رامنځته کړي او اغېزې به يې ټوله سيمه تر خپل تأثير لاندې راولي.
مظلوم عوامي تحريک پاکستان غوښتنه کوي چې امت مسلمه، او په ځانګړي ډول اغېزناک اسلامي هېوادونه، سمدستي مخته راشي او د دواړو ورور هېوادونو ترمنځ د جوړجاړي او منځګړيتوب اغېزمن رول ولوبوي، ترڅو حالات نور خراب نه شي.
که بېړني او جدي ګامونه وانهخيستل شي، دا کشيدګي کولاى شي په يوه لوی بحران بدله شي، چې له اغېزو څخه به يې هېڅوک خوندي پاتې نه شي. د وخت غوښتنه دا ده چې د جګړې پر ځای خبرې اترې، زغم او هوښياري خپله شي.


