ویب ډیسک
د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې نن (دوشنبه، د وږي ۵مه) د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د تمریناتي کمپ په موخه چې په هندوستان کې به ترسره شي، ۲۰ کسیز نوملړ غوره کړ.
په دغه شل کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیرشاه محبوب، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاءالرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب شامل دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلی احمدشاه سلیمانخېل وايي، د تمریناتي کمپ لپاره شل لوبغاړي غوره شوي دي چې له منځه به یې په یاد هېواد کې د لوبغاړو لوبیز حالت او پیاوړتیا ته په پام سره ترې ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.
د یادونې وړ ده چې د نیوزیلنډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه د هندوستان په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې دوام ومومي.


